Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برېښنا شرکت د خپلو پوروړو اتم نوملړ هم خپور کړ

د برېښنا شرکت د خپلو پوروړو د اتم نوملړ له خپرولو سره وايي که چېرې دغه کسان تر اوو ورځو خپل پورونه ور نه کړي، دا نوملړ عدلي او قضايي بنسټونو ته استوي.

د بریښنا د کارولو د پېسو د پوروړو د اتم نوملړ له مخې چې ټاکل شوې ده، له عدلي او قضايي ادارو سره شریک شي، د ولسي جرګې د پخواني غړي ظاهر قدیر پر څه باندې ۳۵ مېلیونه افغانۍ پور سربېره، د ولسي جرګې په غړي عباس ابراهیم زاده پورې اړوند د رهنورد پوهتنون څه باندې ۱۱ مېلیونه افغانۍ او د میترا ټلویزیون شاوخوا ۱۰مېلیونه افغانۍ د برېښنا د کارولو د پېسو له درکه پوروړي دی.

په دغه نوملړ کې د ولسي جرګې د پخواني غړي لالي حمیدزي نوم هم ښکاري چې شاوخوا یو نیم مېلیون افغانۍ پوروړی دی.

د بریښنا شرکت رییس امان الله غالب په دې اړه وویل:«هغه پورونه چې په ننګرهار کې لرو ۵۸ مېلیونه دي، موږ وویل هغه بلونه چې له یو لک څخه لوړ دي هغه مو راوړي، واړه نه اخلو.»

خو د برېښنا شرکت دا کار د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ولسي جرګې غړی احمد شاه رمضان په دې اړه وايي:«که چېرې د یوې میاشتې په لړ کې یوه انصاف لرونکې پرېکړه ونه کړي، موږ نور هېڅ کار نه کوو، د بلخ خلکو ته وايي چې د برېښنا هېڅ پیسې مه ورکوئ، د برېښنا دروازه تړو.»

په دغه نوملړ کې د اوسپني د ویلي کولو یو شمېر فابریکې لکه د اعظیم د اوسپنې د ویلي کولو د فابریکې خاوند څه باندې ۱۷ مېلیونه افغانۍ، په بامیان کې د میرحسین ظفري د اوسپنې د ویلي کولو فابریکه څه باندې نهه مېلیونه افغانۍ، د خلیج د ودونو صالون څه باندې اته مېلیونه افغانۍ او د هېواد فولاد د اوسپنې د ویلي کولو فابریکه د برېښنا د کارولو له درکه څه باندې اوه مېلیونه افغانۍ پوروړې ده.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا د کارولو د پېسو پر پوروړو په نېوکې سره وایي چې حکومت باید په ټولو قانون یو شان پلی کړی.

د کابل اوسېدونکی حمید الله وايي:«شرم دی د دې لپاره هغه کس چې وس او توان نه لري، هغه کس چې جوالي دی، مزدور کار دی هغه د برېښنا د کارولو پیسې تعیین وي، خو هغه کسان چې د واګو په چارو کې دي، هغوی خپلې پیسې نه تحویلوي.»

په دې تړاو د هېڅ یوه هغه کس د نظر په اخیستو بریالي نه شوو چې نوم یې په دغه نوملړ کې راغلی دی.

د برېښنا شرکت د معلوماتو  له مخې اوس‎مهال د دولتي ادارې په ګډون یو شمېر کسان او شخصیتونه د دغه شرکت شاوخوا لس مېلیاره افغانۍ پوروړي دي.

د دغه شرکت مسوولان وايي چې د دغه شرکت له انفرادي پوروړي، د ۲۵۰ کسانو چې ډېری یې نفوذ لرونکي دي، د برېښنا د کارولو پور یې څه باندې یو مېلیون افغانۍ دی.

شریک یي کړئ