Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېښنا شرکت د نسکورې شوې پایې رغولو چارو پیل خبر ورکوي

د برېښنا شرکت وايي چې د انجینران یې د په بغلان ولایت کې د طالبانو لخوا د برېښنا نسکورې شوې ستنې بیا رغوَنې په موخه سیمې ته تلي دي.

طالبانو شنبې ماښام د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د برېښنا یوه ستنه له چاودېدونکو په مرسته د برېښنا یوه ستنه نسکوره کړه.

د برېښنا شرکت وايي چې د برېښنا دا پایه له تاجکستان، ازبکستان څخه کابل، پروان، میدان ښار، غزني، لوګر او پکتیا ته برېښنا مزي ليږدوي.

طالبانو تېره ورځ ویلي وو چې د هغوی تر ولکې لاندې سیمو کې په بغلان او کندز کې د برېښنا پرېکولو په غبرګون کې چې حکومت پرې کړی، د برېښنا دا پایه نسکوره کړې ده.

په همدې حال کې امنیتي چارواکي هم وايي چې د سیمې امنیت تامین لپاره یې پوځي عملیات پیل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې ده د برېښنا پایې نسکورې شوې سیمه کې لومړۍ امنیت تامینږي او بیا به د بغلان ولایت نورو سیمو کې عملیات پراخ شي.

د برېښنا شرکت وايي چې په بغلان ولایت کې د قومي مشرانو منځ‎ګړتوب د دې شرکت کارکوونکي توانیدلي چې سیمې ته ولاړ شي او د برېشنا نسکوره شوې ستنه ورغوي

شریک یي کړئ