Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې غالیو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت

په بلخ ولایت کې یو شمېر غالۍ اوبدونکې مېرمنې د خپلو تولید شویو توکو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي.

دوی وايي سره له دې چې په ښه کیفیت او ښو نقشو قالینې جوړوې او بازار ته یې وړاندې کوي، خو په کمه بیه پلورل کېږي. دوی ګواښ کوي چې که دا حالت دوام وکړي، نو د غالیو اوبدلو کار به له زوړې سره مخامخ شي.

په بلخ کې د غالۍ‎اوبدنې په یوه مرکز کې چې ۱۳۵ تنه کارکوونکې لري، ګلثوم یې یوه غړې ده او ۱۶ کاله کېږي قالینې اوبي. هغه د قالین‎اوبدنې له لارې خپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته کوي، ګلثوم وايي:«د اقتصادي پلوه مرسته کوو، اوس مهال زه یم، لیور مې دی، او دوې مې ندرندې دي چې قالینې اوبو او خپل ژوند تېروو.»

زرمینه د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ له قالین اوبدونکو ده. هغه له خپلو ۱۳۹ نورو ملګرو سره قالینې اوبي، خو اوس د کارګر ورځې د نمانځلو لپاره مزار شریف ښار ته راغلې او له نورو قالین اوبدونکو مېرمنو سره یوځای دا ورځ نمانځي.

غالۍ

غالۍ‎اوبدونکې، زرمینه زیاتوي:«هېواد کې دې سوله وي، او بیا دې دولت د قالینو په برخه کې پام وکړي، ځکه چې د غالۍ اوبدونکو مزد ډېر کم دی.»

د مزار شریف ښار په دې پارک کې یو شمېر ښځینه قالین اوبدونکې راټولې شوي، څو د کارګر ورځ ونمانځي. دا ښځې خپلو تولیداتو ته د مناسب بازار له نشتوالي سرټکوي.

غالۍ اوبدونکې، فاطمه څرګندوي:«قالینې چې اوبو سر درد کېږو، ملا مو درد کوي او اعصاب مو خرابیږي، خو کله چې یې خرڅو ښه بیه نه لري.»

غالۍ اوبدونکې، لطیفه زیاتوي:«څو کاله کېږي چې د قالینو بیه کمه شوې ده. کله چې د قالینو تار اخلو نو بیه یې لوړه وي، کله چې فالینه خلاصیږي، څوک یې نه پوښتي چې په څو ده.»

بلخ کې نږدې ۳۰۰ مېرمنې قالین اوبدنه کوي. اسانتیاوو ته کم لاس‌رسی او د مناسب بازار نشتون، هغه څه دي چې دا مېرمنې یې خپلې ستونزې بولي.

د ښځو د حقونو فعاله، دیانا هاشم‌زاده وايي:«لومړۍ ستونزه یې روغتیايي ستونزې دي، ټوله ورځ کار کوي، سترګې، ملا او ششونه یې ناروغ کېږي.»

د ښځو د حقونو فعاله، ربابه احمدي څرګندوي:«مخکې به دوی چې قالینې اوبلې نوی یوه کس به یې قالینې وړې بازار کې به یې خرڅولې او پیسې به یې دوی ته نه ورکولې، خو موږ ورته وویل چې دا ستاسو شخصي پیسې دي، تاسې خپله باید قالینې بارار کې خرڅې کړئ.»

غالۍ د هېواد له مهمو صاداراتي توکو ګڼل کېږي. په نړیوالو نندارتونو څو ځل د هېواد قالینو لومړی مقام ګټلی دی. د قالین اوبدونکو ټولنې د شمېرو له مخې، د هېواد په شمال کې وروستي یو کال کې نږدې پنځه زره مټره قالینې له دې حوزې صادرې شوې دي.

غالۍ اوبدونکې مېرمنې ګواښ کوي چې که غالیو لپاره د بازارموندنه ونشي، نو د غالیو اوبدلو کار به له زوړې سره مخامخ شي.

شریک یي کړئ