Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بودیجه‎يي واحدونه نه دي توانېدلي چې حتا خپله ۴۰ سلنه بودیجه ولګوي

د روان مالي کال د شپږو میاشتو له تېرېدو سره بودیجه‎يي واحدونه نه دي توانېدلي چې خپله څلوېښت سلنه پراختیايي بودیجه ولګوي.

د مالیې وزارت چارواکي وایي چې د سږني مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې توانېدلي دي چې خپله شاوخوا ۴۹ اعشاریه ۶ مېلیارده پراختیايي بودجه ولګوي. چې له دې حساب سره لګول شوې بودیجه د ۴۰ سلنې له کچې ټيټه ده.

خو بیا هم د مالیې وزارت ویاند وایي چې دا کچه د پروسکال د شپږو میاشتو په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښيي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي څرګندوي:«د تېر کال په پرتله بودیجه پنځه سلنه زیاته لګول شوې او زموږ پروګرام دا دی چې د مالي کال تر پایه ۹۵ سلنه پراختیايي بودیجه ولګوو.»  

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي وايي چې په بودیجه‎يي بنسټونو کې له پراختیايي پروژو سره سیاسي چلند، د بودیجې د نه لګولو یو اصلي لامل دی.

د پوهنتون استاد  کریم عظیمي وویل:«هغه سیاسي چلند چې د پراختیايي پروژو په تطبیق کې شتون لري، ډېری وخت د کار د پڅ‎والي لامل کېږي او دا موردونه باید لیرې کړل شي.»

اخوا د ملي شوار یو شمېر غړي وایي اړتیا ده چې د سرچینو د ضایع کېدو د مخنیوي او پر ټاکلي وخت د پروژو د پلي کېدو په موخه د کال د منځ د بودجې د څيړنې سند ولسي جرګې ته ولیږل شي.

د ۱۳۹۷ لمریز کال بودیجه ۳۹۹ مېلیارده افغانۍ ده چې له دې ډلې ۲۷۵ مېلیارده یې عادي بودجه او ۱۲۴ مېلیارده یې پراختیایي بودجه ده.

شریک یي کړئ