Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت او خصوصي برخه په ګډه ۸ هېواد کې مېلیارد ډالره پانګونه کوي

ولسمشر غني وايي چې ټاکل شوې د افغانستان د ځان بساینې لپاره حکومت و خصوصي برخه په ګډه د هېواد په مهمو او ګټه رامنځته کوونکو پروژو کې پانګونه وکړي.

ولسمشر غني چې تېر ماښام په ارګ کې وینا کوله څرګنده کړه چې د دغو پیسو یوه برخه د پیسو د نړیوال صندوق څخه په پور اخیستل کېږي.

ولسمشر محمداشرف غني څرګنده کړه:«زموږ پلان جوړونه اته نیم مېلیارد ډالري پانګونه ترلاس لاندې ده او د لومړي ځل لپاره هغه پروژې چې سترې ګټې به ولري، موږ د پور اخیستو ته چمتو یوو.»

ولسمشر په دغه ناسته کې زیاتوي حکومت په اوسني وخت کې یوازې خپل ۳۵ سلنه عواید راټولوي.

د مالیې وزارت ویاند فیروزخان مسجدي وویل:«له بده مرغه ستونزې شته- لکه امنیتي ستونزې، د وچکالۍ موردونه، د وړتیا موردونه، په وخت د مالیاتو نه ورکړه او یا دا چې د مالیاتو د ورکړې نه دودېدل، د دې لامل کېږي لکه څرنګه چې مالیات راغونډ کړو، نه شو کولای.»

ولسمشرغني په راتلونکو کلونو کې نهه سلنې اقتصادي ودې ته د افغانستان رسېدل د سیمه‎يیزو اقتصادي اړیکو په پراختیا پورې اړوند بولي او وايي په دې برخه کې پاکستان هم مهم دی.

شریک یي کړئ