Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت د مرستو جذبولو لپاره د«سولې او پراختیا» دویم سند وروستی کړی

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې حکومت په راتلوونکو کلونو کې د نړیوالو مرستو د جذبولو لپاره د «سولې او پراختیا» سند وروستی کړی دی.

د اقتصاد وزیر زیاتوي چې تمه کېږي له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه، یو ځل بیا د ژینو په راتلوونکې غونډه کې د افغانستان لپاره خپلې ژمنې د دغه سند په چوکاټ کې اعلان کړي.

 د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل:«زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره اوږد مهاله همکارۍ ولري، په راتلوونکې ناسته کې په مرستو کې یې کموالی رانه شي.»

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي هم وايي:«زموږ هڅه دا ده چې زموږ نړیوال همکاران تر ممکنې کچې د مالي مرستو ژمنه ولري.» 

خو ځینې کارپوهان او د ولسي جرګې غړي په نړۍ کې د کورونا کړکېچ او دغه راز د نړیوالو مشروطو مرستو د جذب لپاره د ځينو ژمنو نه عملي کېدو ته په پام سره د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې ژمنو ته هیله من نه دي.

کارپوه شبیر بشیري څرګنده کړه:«فکر کوم په راتلوونکې غونډه کې چې افغان حکومت یې له نړیوالې ټولنې سره لري، ښايي افغان حکومت ناکام شي.»

نړیوالې ټولې څلور نیم کاله وړاندې په بروکسل غونډه کې له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د شپاړس مېلیارده ډالرو مرسته وکړه؛ او ټاکل شوې وه چې د روان زیږدیز کال په لومړیو کې په یوې بله غونډه کې د ملي یووالي حکومت د کورنۍ دندې له ارزولو وروسته دا مرسته وغځول شي. 

خو د کورونا د کړکېچ له امله دا غونډه ونه شوه او ټاکل شوې ده چې د سږکال په مني کې په ژینو کې یو ځل بیا نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي.

شریک یي کړئ