Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت سږ کال د سګرټو له وارداتو ۲۰ مېلیون ډالره عواید لرل

د مالیې وزارت د شمېرو له مخې په روان کال کې د سګرټو د مالیې عواید یو مېلیارډ او ۴۳۰ مېلیونه افغانۍ چې معادل یې  څه باندې ۲۰ مېلیونه او ۷۰۰ زره امریکايي ډالره کېږي وو.

د احصایې د مرکزي ادارې د شمېرو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه د پاسه ۵۴ مېلیون ډالرو په ارزښت سګرټ هېواد ته وارد شوي، په داسې حال کې چې دا کچه د تېر کال په ۱۲ میاشتو کې ۵۰ مېلیون ډالرو ته رسېده.

د سګرتو د وارداتو زیاتوالی د دې لامل شوی چې د مالیې وزارت هم له دې لارې ډېر عاید ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم زی وايي:«موږ په ۱۳۹۵ کال کې د سګرټو له تعرفې څخه ۹۶۳ مېلیونه افغانۍ عواید لرل، خو په تېرو ۱۱ میاشتو کې‎، موږ یو مېلیاد او ۴۳۰ مېلیونه افغانۍ له دغه اړخه راغونډې شوي او دا د حکومت د عوایدو یوه سرچینه ده.»

د سګرټو د کارولو د زیاتوالي په اړه اندېښنې د دې لامل شوې چې ولسي جرګې یوه نیمه میاشت مخکې د سګرټو پر وارداتو د تعرفې د سل په سلو کې زیاتوالي پرېکړه وکړه خو دا پرېکړه د مشرانو جرګې لخوا رد شوه.

خو د سوداګرۍ او صنایع خونې د مالوماتو له مخې په اوسني وخت کې هغه سګرټ چې افغانستان ته واردېږي یوه برخه یې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلي په دې اړه وویل:«که‎چېرې موږ تعرفه سل په سلو کې لوړه کړو، ډېرې ستونزې رامنځته کوي. لومړی، د دغه کار فرصت له خلکو اخلي، دویم؛ دا کار قاچاق ته زمینه برابروي، درېیم؛د سګرټو د وارداتو له اړخه د حکومت عواید کموالی مومي.»

د احصایې د مرکزي ادارې شمېرې ښيي چې افغانستان په اوسني وخت کې له څه د پاسه لسو هېوادونو سګرټ واردوي او یوه اندازه وارد شوي سګرټ بیرته د منځنۍ آسیا هیوادونو ته صادریږي.

د احصایې د مرکزي ادارې شمېرې ښيي چې افغانستان په اوسني وخت کې له څه د پاسه لسو هېوادونو سګرټ واردوي.

شریک یي کړئ