Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د توکو شمېر په اړه د هېواد ګمرکونو او صادرونکو هغو متفاوتې شمېرې

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې موندنې ښيي چې د افغانستان په ګمرکونو کې د وارداتي توکو ثبت شوی شمېر، د دغو توکو د صادرونکو هېوادونو په ګمرکونو کې له ثبت شویو شمېرو سره لس برابره توپیر لري.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني وویل:«د توکو ارزي کمښت د هغوی له اصلي بیې دی، او په خپله د وارداتو د ارزښت په کموالي کې ونډه لري او دا موردونه شته. له همدې امله زموږ په ګمرکونو او د صادرونکو ګمرکونو ترمنځ یو ستر توپیر شتون لري.»

له اداری فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې مسوولان د ارزښت په کموالي سره د وارداتي توکو ثبتېدل د وارداتی توکو د ارزښت د کمېدو لامل بولي.

خو د نړیوالې سوداګرۍ خونه وایي چې د هېواد پولو ته د توکو په رارسېدو سره د توکو زیاته برخه له قانوني او ناقانونه لارو قاچاق کېږي چې دغه کار په هېواد کې له ګمرکي تعرفې تښتې او د قاچاق زیاتوالي ته لار هواره کړې ده.
   
د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ د خونې د عامل پلاوي رییس عبدالقدیر بهمن وايي:«ستونزې ډېرې دي؛ دا چې له صادرونکو سره زموږ د شمېر ستر توپیر شتون لري، دا په خپله په ګمرکونو کې د عوایدو په حیف و میل کې د ستر مورد ښودونکې ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د توکو  قاچاق او د ناقانونه سوداګرۍ شتوالی تاییدوي؛ خو د هېواد په پولو کې د صادراتو او وارداتو قاچاق په دې برخه کې د ناامنۍ او لازمو امکاناتو د نشتوالي له امله بولي.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو او اړیکو رییس جواد دبیر څرګندوي:«د هېواد په ځینو برخو کې د ناامنیو په پام کې نیولو سره د قاچاق احتمال شته؛ ځکه چې په دغو برخو کې ستونزې شته.»

د حکومت رسمي شمېرې ښيي چې افغانستان په کال کې په منځني ډول د شاوخوا اوه مېلیارد ډالرو په ارزښت واردات لري، خو ناتایید شوې شمېرې د هېواد د کلنیو وارداتو ارزښت څه باندې پنځلس مېلیارد ډالره بولي.

شریک یي کړئ