Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوبۍکې دکرنیزو توکو نندارتون؛ افغاني محصولاتو د ډېرو پام ځانته کړ

د دوبۍ په «ګولفود» نندراتون کې د افغانستان کرنیز توکي د نندارچیانو د پام وړ ګرځېدلي او افغان شرکتونو په دې نندارتون کې د ۱۰۸ میلیون او ۸۰۰زره ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال افغان سوداګرو یوازې د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې وې.

د سلواغې ماشتې په ۲۸مه نېټه دوبۍ کې کرنیزو توکو پنځه ورځنۍ نندارتون جوړ شوی وو. په دې نندارتون کې د زعفرانو ترڅنګ لبنیات او وچې مېوې په ۲۸ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي وو.

په دې نندارتون کې ګډون کوونکی د کنګ زعفرانو شرکت رییس، نوید محسني وايي:«زموږ موخه دا ده چې له عمده پلور نه پرچون ته مخه کړو. اوس مهال د یوه اخیستونکي سره د کاریفور ځنځيري پلورنځیو اړوند دی، د خبرو په حال کې یوو. موږ غواړو چې زعفران مو په نړیوالو پلورنځیو کې ترلاسه شي.»

دا نهم کال دی چي د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره په ګولود نندارتون کې له افغان سوداګرو ملاتړ کوي.

تېر کال نندارتون ته د ۱۹۳ هېوادونو څخه ۹۸ نندراچیان ورغلي وو.

د دوبۍ په ګولفود نندارتون کې افغان شرکتونو د ۱۰۸ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې

شریک یي کړئ