Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسیا بنسټ نظر پوښتنه: هېواد کې د بې کارۍ کچه مخ په زیاتېدو ده

د اسیا بنسټ کلنۍ نظرپوښتنه د دې ښودنه کوي چې په هېواد کې بې کاري مخ په زیاتېدو ده.

په دغې نظر پوښتنه کې چې په ۳۴ ولایتونو کې شوې، ډېری پوښتل شویو ویلي چې بې کاري او د مزد کموالی د هغوی تر ټولو سترې ننګونې دي.

له دې ډلې په کلیو کې ځوانان خپله تر ټولو لویه ستونزه بې کاري ګڼي.

په دغې نظرپوښتنه کې چې د څه باندې ۱۷ زره او ۸۰۰ افغان وګړو څخه شوې ده، بې کاري او بې وزلي د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ځوانانو په وړاندې سترې ننګونې دي.

په دغې نظرپوښتنه کې ۷۲ سلنه ځوانانو بې کاري خپله بنسټيزه ستونزه ښودلې چې له دې ډلې ۲۴ سلنه ښځو بې کاري یوه ستره ننګونه او ستونزه یاده کړې ده. ۲۵ سلنه ټولو پوښتل شویو بهر ته تګ د بې کارۍ له امله ګڼي او ۲۰ سلنه په هېواد کې بد اقتصادي وضعیت د هېواد پرېښودلو لامل ګڼي.

ځينې مزدکاران د کابل په څلور لارو کې وايي چې سږکال د تېر کال په پرتله کارونه نیم ته راکم شوي دي.

بلخوا د«اسیا بنسټ» په نظرپوښتنه کې بلخ، فاریاب، بامیان، دایکندي، تخار، نورستان او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د کورنیو د کارونو له پلوه مخکښ دي، خو لغمان هغه یوازینی ولایت دی چې د کورنیو لپاره د کار کمې زمینې لري.  

در نظرسنجی بنیاد آسیا آمده است که جوانان در روستاها بزرگترین مشکل شان را بیکاری گفته اند.

شریک یي کړئ