Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان سوداګریز توکي د واګه له لارې هند ته ورسيدل

هندوستان ټایمز راپور روکړی دی چې د  افغانستان سوداګریز توکي په دوو موټرو کې د واګه له لارې هند ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې د توکو د لیږد بهیر وروسته له هغې پیل شوی دی چې پاکستان هند ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د بیا لېږد اعلان وکړ.

دواګه د وچې له لارې له هند سره د افغانستان تر ټولو نېږدې او ارزانه لاره ده، خو دغه لاره وخت ناوخت د پاکستان له لوري د افغانستان پر وړاندې د سياسي او اقتصادي فشار په توګه کارول شوې او تړل شوې ده.

د واګه واګه بندر د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور او د هند د امريتسر ولايت تر منځ دی د افغانستان لپاره د وچې له لارې د توکو لېږد لپاره کم مصرفه تمامیږي.

د هند پولو مسوولینو هندوستان ټایمز ته ویلي دي چې دوی له افغانستانه د ۷تر ۸ موټرو د توکو ورتلو په تړاو مالومات درلودل.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼې کې ویلي وو، د افغانستان حکومت په غوښتنې او د‎ "افغانستان سوداګرۍ او ترانزیت اسانتیا لپاره" پاکستان د واګه بندر له لارې د توکو د لېږد د جولای له پنځلسمې وروسته صادروي.

پاکستان د کرونا ویروس له خپرېدا وروسته خپلې پولې د افغانستان سوداګرۍ پرمخ وتړل، خو څو ورځې مخکې د انګور اډې او ډنډپټان لارې بیا پرانیستل شوې.

همداراز له دې وړاندې د تورخم، سپین بولدک او غلام خان لارې هم پرانیستل شوې وې.

د هند پولو مسوولینو هندوستان ټایمز ته ویلي دي چې دوی له افغانستانه د ۷ تر ۸ موټرو د توکو ورتلو په تړاو مالومات درلودل.

شریک یي کړئ