Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان سودګریزو توکو لیږد ته پاکستان د اورګاډي زمینه برابروي

د پاکستان اورګاډي پټلۍ ادارې وزیر، رشید احمد ویلي، هېواد یې غواړي چې د افغانستان د سوداګریزو توکو لېږد لپاره د پاکستان د اورګاډي پټلۍ کارونې اسانتیا برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې ده چې دا کار د پاکستان د اوسپنې لارې د عوایدو ډېروالي او د قاچاق مخنیوي لپاره کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، د پاکسان ریل پټلیو له لارې د توکو لېږد، هم وخت او هم لګښت کموي.

 د سوداګرۍ او بانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی، خانجان الکوزی څرګندوي:«د پېښور له زاخېلو کیږي چې تر تورخمه یې مخکې هم لیکه درلوده او مخکې نه ده کارول شوې او د انګلیسانو په وخت کې وه، بیا ورغول شي. سیستم شته او که تر جلال اباده بورې ورسول شي ښه کار دی، موږ یې هرکلی کوو، او د دواړو هېوادونو په ګټه یې بولو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د اورګاډو به مټ به د توکو په لېږد سره؛ د لېږد رالېږد لګښتونه چې اوسمهال په موټرو ترسره کیږي تر شپېته سلنې راکم شي.

خو د پاکستان د اوسپنې ریل پټلۍ له چین تر سپین بولدکه، نه ده رغول شوې او دغه راز د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ چې تر تورخمه غځول شوې ده غیرفعاله ده.

 که څه هم افغانستان او پاکستان په وروستیو کلونو کې په ریل پټلۍ سره د جلال آباد او پېښور پر نښتلو لومړني کارونه پېل کړي دي، خو دغو هڅو تر اوسه د پاموړ پایله نه ده ورکړې.
 
د ټرانسپورټ وزارت ویاند، علی سینا سائد په دې اړه وايي:«په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د پاکستان لخوا یو شرکت ټاکل شوی وو، لومړنۍ څېړنې یې وکړې، خو نوره پروسه یې بشپړه نه شوه، موږ هیله لرو چې دا پروسه پیل شي، څو وکولی شو له جلال اباده تر پېښوره د اورګاډي پټلۍ ولرو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې اوسمهال د هېواد هغه سودګریز توکي چې د پاکستان د بندرونو له لارې ټرانزیټ کیږی او دغه راز هغه توکي چې پاکستان ته صادریږي او یا له دغه هېواد نه راواردیږي؛ د د دواړو هېوادونو د سوداګریز او ټرانزیټي هوکړه لیک پر خلاف  په پاکستاني کې موټرو لېږدول کیږي او د کراچۍ له بندره تر افغانستان پورې د توکو د هرې جوپې لېږد تر پنځه سوه زره کلدارو لګښت لري  او پنځلس ورځې وخت نیسي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، که پاکستان د اورګاډي له لاري د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد زمنیه برابره کړي، دا کار به هم وخت او هم لګښت کم کړي

شریک یي کړئ