د ننګرهار سیمه ییز چارواکي نن سهار(دوشنبې د چنګاښ په دوهمه نېټه) له پاکستان سره د تورخم، سپین بولدک او غلام خان لارو له پرانیستو خبر ورکوي.
هېواد کې د پاکستان سفارت هم د دغه خبر په تایید سره ویلي دي چې یادې لارې د افغانستان صادراتو پرمخ پرانیستل شوې دي، او یوازې اوونۍ کې یووه ورځ(شنبه) به مسافرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی څرګندوي چې د تورخم لار له کابو درې میاشتو تړل کېدو وروسته پرانیستل شوې ده.
یادې لارې د کرونا ویروس له خپرېدو سره د پاکستان لخوا کابو درې میاشتې د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې تړل شوې وې، خو د پاکستان لخوا توکي هېواد ته را واردیدل.
د تورخم لاره کابو درې میاشتې مخکې د پاکستان لخوا د افغانستان د صادراتو پرمخ وتړل شوه، خو له کمې مودې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د دغه هېواد د صادراتو پر وړاندې پرانیستل شوه.
دا کار لامل شو چې له دوو میاشتو راهیسې د هېواد ۸۰ سلنه صادرات چې ډېره اندازه یې میوې او سبزيجات وو، انبار پاتې شي.