Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان صادرات ‌۶۵ سلنه کم شوي دي

د افغانستان صادارت چې د روان مالي کال په درې لومړیو میاشتو کې څلور سلنه زیاتوالی درلود، په درې دویمو میاشتو کې ۶۵ سلنه کموالی موندلی دی.
 
د تېر کال په وري، غوايي او غبرګولي میاشتو کې د هېواد د صادراتو ارزښت څه باندې ۱۴۳ مېلیون ډالر و، سږکال ۵۰ مېلیون ډالرو ته کموالی موندلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت داسې پتېیلې وه چې، سږکال به د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت یو نیم مېلیارد ډالرو ته ورسېږي؛ خو داسې ښکاري چې د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته دغې موخې ته رسیدل ناشوني شو‎ي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې له یادې موخې یوازې ۱۶ سلنه صادرات یې درلودل.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس امین بابک وايي:«د چین، هندوستان، متحده عربي امارات او اورپايي هېوادونو ته صادرات شوي؛ البته دا صادرات د هوايي او ځمکني دهلیز له لارې وو او زموږ ټولیز صادرات د ۲۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت وو.»
    
د تېرمالي کال په شپږو میاشتو کې د هېواد د صادراتو ارزښت څه باندې ۳۲۵ مېلیونه ډالرو ته رسېدلی و.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس جواد دبیر څرګندوي:«موږ صادرات به د مالي کال په دویمه نیمه کې ډېر ښه وي.»
        
خو سوداګر بیا وايي، د صادراتو پر وړاندې او په ځانګړې توګه د تازه میوو چې اوس یې فصل هم دی د صادراتو پر مخ لا هم جدي ننګونې شته.

د مېوو او سبزیو د سوداګرو ټولنې رییس اختر محمد وویل:«د مېوو موټر په تورخم کې درېدلي پاتې دي او دا ډول مېوې خرابېږي او سوداګر زیان کوي.»

د ویلو ده چې، د وارداتو په برخه کې نه حکومت او نه هم خصوصي برخه کره شمېر لري.

د افغانستان صادرات ‌۶۵ سلنه کم شوي دي

وزارت صنعت و تجارت می‌گوید که تمامی راه‌ها به‌روی صادرات کشور باز شده‌اند و انتظار می‌رود در نیمۀ دوم سال روان مالی، صادرات کشور افزایش یابد.

شریک یي کړئ