Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اقتصاد وزارت: ۹۰ سلنه هېوادوال د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

د اقتصاد وزارت نن (دوشنبې د چنګاښ په ۳۰مه) د دې پخلی وکړ چې ۹۰ سلنه هېوادوال د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې هغه اوه تر اته کسیزه کورنۍ چې د میاشتې ۳۵ زره افغانۍ عاید ولري، د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دغه وزارت همدارنګه زیاتوي چې په هېواد کې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې د کسانو د تعیین په معیار کې، د خوراکي اړتیاو سربېره، نورې اړتیاوې لکه سرپناه، روغتیا او ښوونه هم په پام کې نیول شوې ده.
 
اقتصاد وزارت وايي، د اړتیا وړ ټولو توکو د بیو د لوړوالي له امله د بې وزلۍ د کرښې د تعیین معیار چې په تېر کې ۱،۲۵ ډالره و، اوس لوړ شوی دی. لکه څرنګه چې ولسمشر غني ویلي دي، هغه کسان چې په ورځ کې له دوو ډالرو کم عاید لري؛ نو د فقر تر کرښې لاندې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن هم وايي:«هغه مهال زموږ معیار ۱،۲۵ ډالره په پام کې نیول شوی و، خو په نوي معیار کې چې مطرح شوی موضوع دوه ډالر دي او په دې کې د بیو لوړوالی هم په پام کې نیول شوی او هم اړتیاوې، نړیوال سټنډرډ هم دوه ډالر دي.»

لا هم روښانه نه ده چې، د بې وزلۍ په تړاو د ولسمشر له لوري مطرح شوی شمېر د کومې څېړنې له مخې ترلاسه شوی؛ خو بیا هم دغه شمېر د بېلابېلو بنسټونو له لوري سم بلل شوی دی.

د البیروني څېړنیز مرکز رییس نذیر کبیري وویل:«د بې وزلۍ کچه چې په دې وروستیو کې د ولسمشر له خوا ۹۰ سلنه اعلان شوې، د بې وزلۍ معیار یې دوه ډالره نیولي او دا سلنه اوسنیو شرایطو سره متناسب او سم دي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی محمد شبیر بشیري هم زیاتوي:«د افغانستان د خلکو د بې وزلۍ ۹۰ سلنه شمېر، حقیقت ته نږدې دی او یو سم شمېر کېدای شي، هغه څه ته په پام سره چې موږ په افغانستان کې شاهد یوو. دا د افغانستان خلکو ته د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د بې پامۍ له امله دی.»

د احصایې او معلوماتو ملي اداره چې، د بې وزلۍ د مهلومولو مسوولیت پر غاړه لري، وايي چې، د دوی د څېړنو د نه بشپړېدو له امله نه شي کولی په دې اړه تازه شمېرې وړاندې کړي.

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي چې هغه اوه تر اته کسیزه کورنۍ چې د میاشتې ۳۵ زره افغانۍ عاید ولري، د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

شریک یي کړئ