په هېواد کې د ډېرو ستونزو او ناامنیو سره سره لا هم کورنۍ پانګونې سره لېوالتیا د پام وړ ده.
د ځینو کارخونو خاوندان چې صنعي پارکونو کې یې ځمکه نه ده ترلاسه کړې، د پلازمېنې په یوه برخه یې کې د اسنتیاو نشتوالي سره تولیدي کارخونې جوړې کړې دي.
دوی له حکومت څخه غواړي، چې د پانګونې د جذب لپاره دې هڅې وکړي.
دغه سیمه د پاس ارغندۍ یا د بامیانو او کابل وردکو ولایتونو کډه پوله ده، هغه ځای چې د کورونو په منځ کې لسګونه فابریکې فعالیت لري.
د کارخونې دغه خاوندان وايي، چې حکومت ونه توانېد چې د دوی کارخونې ته ځمکې ورکړي ځکه پر وینا يي په کمو امکاناتو دوی په دې سیمو کې د کارخونې لپاره ځمکې یا په کرایو نیولې او یا يي هم پېرلې دي.
په ادغندې کې د مرمر ډبرو د یوې کارخونې مسوول لیاقت په دې اړه وویل:«موږ د اړتیا له مخې دلته کارونه جوړه کړې البته په شخصي ځمکه کې ځکه موږ ته ځمکه رانه کړل شوه خو موږ اوس د ستونزو سربېره له خپل کار څخه خوښ یوو.»
د دې کارخونې خاوندان ګڼې ستونزې لري خو بیاهم له خپل کار اوبار څخه خوښ دي او وايي، دوی توانېدلي چې یوشمېر وزګارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
یو بل کارخونه لرونکی عبدالطیف څرګندوي:«ټول کارخونې لرونکي دلته ستونزې لري، حکومت باید ملاتړ مو وکړي ځکه چې موږ یو خلکو ته کاري زمینې برابروو.»
په دې سیمه کې د سنګ مرمر فابریکې یو کار کوونکی محمد رضا له خپل کاره خوښ دی او له اړونده بنسټونو غوښتنه کوي چې ددې فابریکو ملاتړ وکړي.
اوس مهال د پاس ارغندۍ په سیمه کې شاوخوا ۴۰ تولیدي فابریکې جوړې شوې دي او هره ورځ ددې فابریکو تولیدات دهیواد بازارونو ته رسېږي.
ددغو فابریکو خاوندان له حکومته د خپلو فابریکو څخه د ملاتړ ترڅنګ او امنیت ټنګښت هیله لري.