Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنا ستنو ویجاړېدو کابو ۸۰۰ مېلیونه افغانۍ زیان لرلی دی

د برېښنا شرکت وايي چې د کال له پيله تراوسه د ستنو ویجاړېدو او برېښنايي مزو پرېکېدو، دغه شرکته ته کابو ۸۰۰ مېلیونه ډالر زیان رسولی دی.

له دې ډلې، په څه باندې یوې وروستۍ میاشت کې  د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې له امله په ځلونه د برېښنا ستنې ویجاړې او مزي پرې شوي دي، او یوازې په تېرو دوو اوونیو کې په کابل او پروان ولایتونو کې د برېښنا پنځه ستنې په نښه شوې دي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحيدي په دې اړه وايي:«زموږ زیان تراوسه دقیق شوی نه دی، ځکه چې په ځینو ځایونو کې لاهم کار روان دی. دا (۸۰۰ مېلیونه افغانۍ) زیان مستقیم او غیر مستقیم هغه دی چې د فني لګښتونو او همدارنګه د برېښنا د پېر له اړخه دا زیان موږ ته رارسېدلی دی.»

طالبان د برېښا ستنو په ویجاړولو کې خپل لاس لرل رد کړي او همدارنګه د چاه انځیر - ګرشک د درې کیلومټره سړک د خرابولو په اړه رپوټونه هم ناسم او د شایعې خپرول ګڼي او ویلي یې دي دغې ډلې یوازې د دغه واټ په ځينو برخو کې ماینونه اېښي دي.

بلخوا د ټرانسپورټ وزارت هم وايي هغه سړک چې په هلمند ولایت کې ویجاړ شوی، پر څه باندې ۳۳ مېلیونه ډالرو جوړ شوی و. چې د هغه جوړېدو څلور کاله وخت نیولی و، خو څلور میاشتې یې هم عمر ونه کړ. 

د ټرانسپورټ وزارت وايي چې د دغه سړک د ویجاړېدو د څېړنې په حال کې دي او تراوسه روښانه نه ده، چې د دغه سړک څه باندې ۳۱ کیلومټرو له منځه د هغه څو کیلومټره اوس ویجاړ شوی دی دی. 

د ټرانسپورټ وزارت ویاند علي سینا ساید په دې اړه وویل:«په ۱۳۹۸ کال کې د څه باندې ۳۳ مېلیونه ډالرو په لګښت د دغې پروژې کار پای ته ورسېد، خو له بده مرغه د مخالفو وسله والود بریدونو له امله په دغه سړک کې ځينې ویجاړي رامنځته شوي دي.»

ځينې هېوادوال هم وايي چې په وروستیو میاشتو کې بېکاري هم زیاته شوې ده.

په تېرو دوو اوونیو کې په کابل او پروان ولایتونو کې د برېښنا پنځه ستنې په نښه شوې دي چې په پایله کې یې د برېښنا شرکت یو کارکوونکی هم وژل شوی دی.

شریک یي کړئ