د اوبو او برېښنا وزارت تېره ورځ(دوشنبې د کب ۷مه) وویل چې د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته له ترکمنستان څخه د ګارو نللیکې (ټاپي) پروژې سره هممهال به له ترکمنستان څخه د د افغانستان له لارې پاکستان د برېښنا مزي لیږد پروژه(ټاپ) هم پلې شي.
د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار، یحی حازم وايي:«عملیاتي چارې او طرحه یې انشالله په نېږدې راتلونکې کې د هوکړې په چوکاټ کې پیلیږي.»
ټاپ په هېواد کې د تاپي پروژې له اړوندو درېیو پروژو یوه هغه ده چې له مخې به یې د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې پر جوړیدو سربیره د هېواد په اوه سوه کیلومټره خاوره کې د ترکمنستان د وارداتي بریښنا دمزو په غځولو سره دا مزي د پاکستان تر پولو ورسیږي.
د اوبو او بریښنا وزارت چارواکي وایي چې له ترکمنستان او پاکستان سره د ددې پروژې هوکړه لیک لاسلیک شوی دی او د تاپ پروژې په پلې کیدو سره به په کال کې له دې پروژې نه تر پنځوس ملیون ډالرو زیات عواید تر لاسه شي.
بل خوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې د تاپي د پروژې د اړندو پروژو عملي کیدو ته په خوشبینۍ سره وایي چې د تاپ پروژې عملي کیدل به د ټرانزیټي عوایدو پر برابرولو سربیره د هېواد په لودېځ کې د بریښنا د کموالي ستونزه هم هواره کړي.
د یادو خونو د عامل پلاوي رئیس، عتیق الله نصرت څرګندوي:«دا پروژه کولی شي چې له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ووسي، کار رامنځته کړي او همداراز په تخنیکي او خصوصي برخو کې د پآنګونو زمینه برابره کړي.»
تر دې وړاندې د آسیا پراختیايي بانک ویلي دی چې په افغانستان کې به ددې پروژې د تمویل لپاره ۱۵۰ ملیون ډالره ورکړي.