Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تورخم دروازه به ډېر ژر پرانستل شي

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر ویلي چې له افغانستان سره د پاکستان دروازې به ډېر ژر پرانیستل شي.

هغه زیاتوي چې د«سرحدونو د ادارې پروګرام»له عملي کېدو وروسته د تورخم او سپين بولدک دروازې به پرانیستل شي.

هغه تېرې ورځې(چهارشنبې د کب ۲۵ مه) غونډې ته په هیله‎مندۍ سره چې افغان،پاکستاني او برېټانیوي چارواکو په لنډن کې وویل دغه لیدنه به له افغانستان سره د پاکستان د دروازې د پرانیستلو لپاره یوه زمینه شي.

پاکستان کابو یوه میاشت وړاندې له افغانستان سره یې خپلې پولې د دې په موخه وتړلې چې ترهګر له افغانستان ته د دغه هېواد خاورې ته راننوځي.

له دې وړاندې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د هېواد بازارونو ته د پاکستاني توکو د قاچاق له زیاتوالي څخه په اندېښنې سره ویل چې دغه توکي له ګمرکي تعرفو څخه پرته واردېږي او د هېواد په بازارونو کې تر څلور برابره لوړې بیې پلور کېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې اوس د پاکستاني توکو ډېره برخه د قاچاق له لارې هېوا ته واردېږي.

له بلخوا د پلازمېنې په بازارونو کې د تازه مېوو یو شمېر پلورونکي وايي چې د پاکستان د لارې د تړل کېدو سره بېره،اوس هم د ورځې تر پنځه موټرو پاکستاني کېنو د هېواد بازارونو ته واردېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي زیاتوي چې دم‎ګړۍ د افغانستان څه باندې ۵ زره له توکو څخه ډګ موټر د کرښې هغې غاړې ته ولاړ دي،خو پاکستاني توکي د قاچاق له لارې هېواد ته واردېږي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د مالوماتو پر بنسټ،د افغانستان په ۸ ولایتونو کې له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې څه باندې ۲۰ قاچاقي لارې شتون لري چې ډېری پاکستاني توکي له دغو لارو څخه د هېواد بازارونو ته واردېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې د اوسنیو ستونزو د حل لپاره،حکومت تراوسه هېڅ کار نه دی کړی.

شریک یي کړئ