په هېواد کې د پانګونې د پروګرام د ودې لپاره یوه ۲۵ مېلیون پونډي پروژه د یوه غیر دولتي بنسټ په کار کې د حکومت د لاسوهنې له امله درول شوې ده.
د حرکت پروګرام چې په افغانستان کې د برېټانیې او سویډن لخوا تمویلېږي، د هغه د بورډ مشرتابه د حکومت د لاسوهنې له امله په په ډلهییزه توګه له خپلو مقامونو څخه استعفا کړې ده.
د پانګونې د اسانتیاو یا «حرکت»بنسټ د مشرتابه پلاوي شپږ غړي لرل چې د روشن شرکت مسؤول کریم خواجه، ملالۍ وصیل، تمیم سمیعي، ډاویډ کریچتون او سیمون وایټ له کابو ۸ کلونو د حرکت بورد مشرتابه غړيتوب په غاړه لري او او سنزار کاکړ له یوه کال راهیسې د دغه بورډ له مشرتابه سره یوځای شوی دی.
خو په هغه پیغام کې چې د حرکت ادارې په انټرنېټي پاڼه کې خپور شوی، راغلي دي چې د دغه بنسټ مشرتابه پلاوي د دغه بنسټ په کار کې د افغاني سرچینو د بهرنیو لاسوهنو له امله استعفا کړې ده.
د حرکت بنسټ په اړه داسې نظر څرګنده کړې ده:«په دې وروستیو کې موږ له خپلې ادارې څخه بهیر د افغاني سرچینو د لاسوهنې او فشارونو شاهد وو چې غواړي زموږ خپلواکي اغېزمنه کړي.»
دغه بنسټ د دغه پیغام په اوږدو کې لیکي:«له دغو لاسوهنو سره زموږ د کار دوام له هغو ارزښتونو سه معامله ده چې موږ هغو ته ژمن یوو، نو پر دې بنسټ موږ له استعفا او د حرکت همکارانو ته د څېړنې څخه پرته بله هېڅ ټاکنه نه لرو.»
د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ د خونې رییس قدیر بهمن په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«یو لړ تخنیکي ستونزې وې چې بهر ته ووتلې او حکومت په هغه کې لاسوهنه وکړه چې د هغه په پایله کې د حرکت بورډ ټولو غړو استعفا وکړه ځکه کهچېرې هر دولتي بنسټ لاسوهنه وکړي د هغه خپلواکي له منځه ځي.»
ځينې سرچینې د حرکت د بورډ د غړو ډلهییزه استعفا د دغه بورډ د اجرائیه رییس په ګمارنه کې د حکومت لاسوهنه بولي.
دغو سرچینو ویلي چې ملالۍ وصیل، چې د بورډ پخوانی غړی او د حرکت د بنسټ ریاست ته نومانده وه، د د غه بنسټ د نوي رییس په توګه د یوه بل کس ګمارل د دغه بنسټ د غړو له مخالفت سره مخ شو او دولتي بنسټونو ته له هغې ډلې مالیې وزارت ته یې شکایت کړی دی.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی، د دغه بنسټ په کار کې لاسوهنه ردوي، خو له ملالۍ وصیل څخه ملاتړ کوي.
ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه:«د حرکت د اجرائيه رییس ټاکل د دغه بنسټ له واکونو څخه دي او د مالیې وزارت په هغه کې کومه ونډه نهلري او کهچېرې له موږ څخه څوک نظر وغواړي او یا د هغه په ګمارنه کې موږ کومه ونډه ولرله طبعاً د افغان حکومت د سترې پالیسۍ په سمون کې له تجربه لرونو او تحصیل کړو مېرمنو څخه ملاتړ کوو.»
دویم پړاو د حرکت ادارې د پروګرامونو د تمویل لپاره د برېټانیې د ۲۵ مېلیون پونډي مرستو له ژمنتیا څخه تېر زیږدیز کال پیل شو.
د برېټانیا سفارت منلې چې د حرکت ادارې د مشرتابه پلاوي له استعفا څخه وروسته، برېټانیا د دغې ادارې بودیجه ځنډولې ده.
په کابل کې د برېټانیې سفارت په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«بودیجه په لنډمهاله توګه د مشرتابه پلاوي او د عامل مدیر له استعفا څخه وروسته ځنډول شوې او د برېټانیې نړیواله پراختیايي اداره په دې برخه کې تورونه ان ادعاګانې جدي بولي او هغه به په جدي توګه وڅېړي. بریټانیا د اصلاحاتو او په افغانستان کې د خصوصي برخې د ودې د زمینې د برابرولو لپاره ژمن دی او حرکت به په افغانستان کې د پانګونې د ودې لپاره به زموږ د یوه مهم همکار په توګه پاتې شي او موږ په دغې اداره کې د خپل د کار د پیل لپاره پلان جوړونه کوو.»
پانګهوال سید جاوېد په دې اړه وايي:«باید په داسې حالت کې نه وي چې په هېواد کې د داشان ښو فعالیتونو د درېدو لامل شي،یعنې حکومت زښته ډېر نور کارونه لري چې باید پرهغې تمرکز وکړي او دا اداره یوه ډېره ښه اداره ده.»
د پانګونې د اسانتیا یا «حرکت» اداره چې په هېواد کې د خصوصي برخې د پانګونې او اقتصادي ودې لپاره رامنځته شوې، تراوسه د هغې په چوکاټ کې د سوداګرۍ د مهمو سوداګریزو پروژو د قوانیونو په اصلاحاتو کې او په هېواد کې د لازمو سوداګریزې فضا په لامنځته کولو کې عملي شوي دي.