Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت په کچه د پراختیايي بودیجې لګښت ۸۹،۱۰ سلنې ته رسېدلی

د ماليې وزارت وايي د حکومت په کچه اوسمهال د پراخیتايي بودیجې لګښت ۸۹،۱۰ سلنې ته رسېدلی دی. 

د مالیې وزارت وايي د لیندۍ تر شپږویشتمې نېټې د حکومت په کچه د پراختیايي بودیجې لګښټ ۸۹ اعشاریه ۱۰ سلنې او د عادي بودجې د لګښت کچه ۹۳ اعشاریه ۳۲ سلنې ته رسېدلې ده.

د مالیې وزارت شمېرنې ښيي چې د پېښو مدیریت ملي ادارې صفر سلنه، علومو اکاډمۍ ۳۹ سلنه، مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ۴۳ اعشاریه ۷۹ سلنه، د سټنډرډ ملي ادارې، ۴۶ اعشاریه ۷۶ سلنه او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ۴۸ سلنه خپلې پراختیايي بودیجې لګولې دي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په دې اړه وايي:«تر نننه د ټولو بودیجه يي واحدونو په کچه پراختیايي بودیجه ۸۹،۱۰ سلنه لګول شوې، خو ترلاسه د مالي کال پای ته څلور ورځې پاتې دي.»

له بل لوري د مالیې وزارت شمېرنې ښيي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ۹۹ اعشاریه ۲۹ سلنې، مشرانو جرګې د ۹۶ اعشاریه ۲۷ سلنې، د کانونو او پټرولیم وزارت د ۹۶ اعشاریه ۲۳ سلنې، او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ۹۵ اعشاریه ۶۳ سلنې پراختیايي بودیجې په لګولو سره هغه بنسټونه دي چې، تر نورو ډېرې پراختیايي بودیجه یې لګولې ده.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویاند اکبر رستمي وویل:«هغه موخه چې موږ ته د پراختیايي بودیجې د لګښت لپاره رسېدلې موږ هغه ته رسېږو، تېر کال د کرنې وزارت د پراختیايي بودیجې په لګښت کې مخکې و چې ۹۵ سلنه پراختیايي بودیجه مصرف کړې وه.»

له بل لوري، د اقتصادي چارو یو شنوونکی وايي د حکومتي بنسټونو د پراختیايي بودیجې لګښت، په تېرو کلونو کې د بېکارۍ په کچه او د خلکو په ژوند کې چندانې بدلون نه دی راوستی.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالرشید جانباززیاته کړه:«پراختیايي بودیجه چې د وروستیو کلونو په لړ کې لګول شوې ده، د هغه اغېزه کمه وه او د اقتصاد پر ودې یې اغېزه نه ده لرلې، لکه څرنګه چې موږ وینو زموږ اقتصادي وده کال په کال د کمېدو په حال کې ده.»

د مالیې وزارت مالومات ښيي چې، له ۵۴ بودیجه يي بنسټونو، اتو بنسټونو تر ۵۰ سلنې کمه پراختیايي بودیجه لګولې ده.

د ماليې وزارت شمېري ښيي چې د پېښو مدیریت ملي ادارې خپله پراختیايي بودیجه هېڅ یعنې صفر سلنه او علوم اکاډمۍ خپله پراختیايي بودیجه ۳۹ لګولې ده.

شریک یي کړئ