د ۱۳۹۷ مالي کال د نهو میاشتو په پرتله د ۱۳۹۸ مالي کال په نهو میاشتو کې د هېواد د صادراتو ارزښت، اته سلنه کم شوی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په دغو نهو میاشتو کې د سبزیو او پوسټ صادرات ډېر کم شوي دي.
بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د تېر مالي کال تر پایه د هېواد د صادراتو ارزښت په بې مخینې توګه کابو یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
ولسمشر غني او د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په تېر یوه کال کې په وار وار په ۱۳۹۸ مالي کال کې یو مېلیارد ډالرو ته د هېواد د صادراتو له لوړېدو خبر ورکړی دی.
خو د معلوماتو او احصایې ملي اداره ارقام د دې ښودنه کوي چې، د روان مالي کال د نهمې میاشتې تر پایه د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت یوازې ۵۳۵ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.
د مالوماتو او احصایې ملي ادارې مسلکي مرستیال حسیب الله موحد وايي:«زموږ صادرات د ۱۳۹۸مالي کال په درې ربعو کې، کابو اته سلنه کموالی ښيي. د هغه دلیل دا دی چې د ځینو صادراتي توکو صادرات لکه سبزیو او پوستو کموالی موندلی دی.»
خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې، هر کال، د مالي کال په وروسیتو درېیو میاشتو کې ډېر سوداګریز توکي له افغانستان صادرېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا څرګندوي:«په وروستۍ ربع کې، زموږ د صادراتو لوړه کچه ده یعینې په اوکټوبر، نومبر او ډسمبر میاشتو کې زموږ صادرات زیات شوي دي. موږ د کره شمېرو د راټولو په حال کې یوو، خو زموږ لومړني رپوټونه ښيي چې موږ د صادراتو یو مېلیارد ډالرو موخې ته رسېدلي یوو.»
بل خوا، د تېر مالي کال په ۹ میاشتو کې د وارداتو په ټولیز ارزښت کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی. د مالوماتو او احصایې ملي اداره په وارداتو کې د ۱۰ سلنې کموالي لامل د غنمو په تولید کې ډېروالی بولي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید زمان هاشمي وویل:«که چېرې موږ د سوداګریزې هوکړې، بیلانس په پام کې ونه نیسو، دا تشه کولای شي د اوږدو کلونو لپاره دوام پیدا کړي.»
له دې سره، د ۱۳۹۸ مالي کال په نهو میاشتو کې د هېواد د سوداګرۍ بیلانس شاوخوا ۴ اعشاریه ۵ مېلیارده ډالر کسر درلوده. د معلوماتو او احصایې ملي اداره وايي چې، د سوداګرۍ د بیلانس په کسر کې صفر اعشاریه یو سلنه ښه والی راغلی دی.