Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مالي کال بودجه کې پر نه انډول د افغانستان روڼتیا څار بنسټ اندېښنه

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مسوولینو(سې‎شنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) وویل چې د سږ مالي کال بودجه کې د ښوونې، روزنې او روغتیا سکټور ته د تېر کال په پرتله کمه بودجه په بیله شوې ده.

د دغه بنسټ د موندنو له مخې سږ کال په پراختیايي بودیجه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارود ادارې عمومي ریاست برخه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت له پراختیايي بودجې زیاته ده.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مسوولین زیاتوي چې تېر کال هم ولسمشر د ۶ زره ښوونځیو د جوړولو ژمنه کړې وه، خو د مالي سرچینود کمښت له وجې په دې برخه کې یوازې ۱۳ سلنه کار شوی دی.

د روان کال د بودجې د مسودې له مخې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو لپاره ۴،۱ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودجه په پام کې نیول شوې، په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ د چارو ادارې پراختیايي بودیجه څه دپاسه څلور اعشاریه دوه میلیارده افغانۍ ده.

د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ موسسې مرستیاله، فروزان رسولي زیاتوي:« د پوهنې په برخه کې له یوې خوا د نا امنیو او جګړې په عذاب کې یوو او له بلې خوا معارف د دولت لخوا زیانمنیږي او کمزوری کیږي، دا د خواشینی ځای دی.»
له بودیجې سره سیاسي چلند او مسلکي معیارونو ته بې پامي ددغې څیړنې نورې پایلې دي.

د پوهنتون استاد، علي دوست شهاب زیاتوي:« په فقیرو ولایتونو کې ډېر دي، د سرچینو تخصیص دوی ته کم دی. له بلې خوا هغو ولایتونو کې جګړې هم زیاتې دي. دا ښکاره کوي چې د سرچینو کم تخصیص په داسې حال کې چې فقر زیات دی، زمینه جګړې ته هم برابروي.»

د افغانستان د روڼیتا بنسټ په تیرو لسو کلونو کې د احتیاطي کوډونو بودیجه او د عوایدو د راټولولو څرنګوالی هم ارزولی دی.

ددغه بنسټ مسوولین په تیرو پنځو کلونو کې د افغانیو د ارزښت کمښت او په تېر مالي کال کې مالیې وزارت ته له د افغانستان بانګ او ملي بانګ څخه د پیسو لیږد ته په اشارې سره وايي له عاید لرونکو سرچینو پرته لاملونه د هیواد د عوایدو په زیاتوالي کې رول لرلی دی.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د څیړنو له مخې د ملي یووالي حکومت په پنځو کلونو کې د قانون له مخې د احتیاطي کوډونو ونډه ۵۴ میلیارده افغانۍ وه خو ددغو کوډونو له لارې ۲۰۲ میلیارده افغانۍ لګول شوې دي.

له بودیجې سره سیاسي چلند او مسلکي معیارونو ته بې پامي ددغې څیړنې نورې پایلې دي

شریک یي کړئ