Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ خونه: پر ایران بندیزونه افغانستان هم اغېزمنوي

د امریکا متحده ایالتونو نن (یکشنبه، د لړم څوارلسمه) پر ایران د دویم پړاو بندیزونه پيل کړل، چې ښايي افغانستان ترې اغېزمن شي. 

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي له ایران سره د راکړې ورکړې پر اړیکو به اغېز ولري. 

د دې خوني مرستیال محمد یونس مومند وايي: «له بهرنیو هېوادونو د عباس بندر له لارې هره ورځ نږدې زر کانتینرونه افغانستان ته راځي، چې پر ایران بندیزونه پر افغانستان هم اغېز کوي.»

امریکا متحده ایالتونو په دویم پړاو بندیزونو کې د ایران پر بانکي معاملو، د نفتو پر پلور او بیمه خدمتونو بندیزونه لګولي دي. 

په کابل کې د سوداګرۍ خونې رییس حسیب رحیمي وايي: «د ایران پر بانکې راکړې ورکړې د امریکا بندیزونه د افغانستان پر سوداګرۍ نېغ اغېز لري.»

په همد مناسبت تر بندیزونو څو ساعته وړاندې ولسمشر غني د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له سلاکارې الیس ویلز سره خبرې کړې. 

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي:«له مېرمن الیس ایلز سره د تېرې شپې جلسه کې پر ایران د امریکا د بندیزونو اړوند پر چابهار بحث وشو، چې پایلې به يې له خلکو سره رسمي شریکېږي، چې د سیمې او هېواد د اقتصاد لپاره به ښه زېری وي.»

له ایران سره د افغانستان د راکړې ورکړې کلنی حساب یو اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې له پاکستان وروسته له ایران سره د افغانستان سوداګریزې اړيکې ډېرې دي. 

د سوداګرۍ خونې د مسؤلینو په وینا د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې يې ایران ته د څلور میلیونه ډالرو پر ارزښت مواد صادر کړي دي.
 
شریک یي کړئ