Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لاجوردو لار؛ اروپا ته د کراچۍ بدیله لار

د افغانستان د سوداګریزو توکو لومړنۍ چوپه له ۱۶ ورځو وروسته ترکیې ته ورسېدل.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې ترکیې ته د هېواد د سوداګریزو توکو د لومړنۍ چوپه له رسېدو سره، په دغې لار کې د ستونزو پر بنسټیز حل به له غړو هېوادونو سره خبرې اترې وشي.

د لاجوردو له لارې د توکو د لېږد رالېږد بهیر په پیل سره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د دوی د لومړنیو موندنو پر بنسټ د کراچۍ له بندر پرته اروپا ته د افغانستان د توکو د ټرانزیټ لپاره د لاجوردو لار کم لګښته، نږدې او خوندي بلل کېږي.

هغوی وايي، د لاجوردو له لارې د اروپا سرحدونو ته د افغانستان توکي په شپاړسو ورځو کې رسېږي، په داسې حال کې چې دغه توکي له کراچۍ بندره اروپا ته له ډېرو ستونزو او ننګونو سره له شلو ورځو ډېر وخت نیسي.

د دې وزارت مسوولین وايي، د دې لارې په کاراخیستنې سره د ځمکې له لارې اروپا ته د صادراتو د پراختیا ترڅنګ له ګرجستان، آذربایجان، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو سره به د هېواد سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې پراخې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو  وزارت د ټرانزیټ برخې رییس محمد یحیي اخلاقي په دې اړه وویل:«له نېکه مرغه کله چې دغې چوپې حرکت وکړ، هغه رپوټونه چې موږ ته رسېدل د څلورو هېوادونو چارواکو زموږ له همکارانو سره تر وروستي حده همکاري کړې ده.»

بل پلو د نړیوالې سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له پاکستان سره د تېرو کلونو د ستونزو په نظر کې نیولو اړتیا ده څو افغانستان د پاکستان او نورو هېوادونو د لارو بدیل ومومي. هغوی وايي، د بهرنۍ سوداګرۍ پراختیا لپاره افغانستان باید نورو ټولو ټرانزیټي سوداګریزو بدلونو ته لاسرسی ولري.

د نړیوالۍ سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرايي رییس عبدالقدیربهمن په دې اړه څرګنده کړه:«د لاجوردو لار خپلې ګټې او ځانګړنې لري. د کراچۍ لار په تېرو کې یوه ښه او خوندي لار وه، خو له بده مرغه په دغې لار ستونزې تر دې حده شوې چې افغان سوداګر په سلګونه مېلیون ډالره زیانمن شول.»

نږدې شپاړس ورځې مخکې له لاجوردو لارې په ازمایښتي توګه ترکیې ته د توکو لومړنۍ جوپه ورسېده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو پر بنسټ که څه هم دغه جوپې ترکیې ته رسېدلي خو پر لاره د لېږدونې لوړ لګښت، د افغان موټر چلوونکو د ویزې ستونزه، او د دې لارې د غړو هېوادونو له لوري د توکو پلټل له ننګونو څخه یاد شوي دي.

شریک یي کړئ