د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو موسم په داسې حال کې د رارسېدو په حال کې دی چې د هېواد ټولې صادراتي لارې تړلې دي.
د تازه مېوو او سبزیو سوداګرو ټولنه ګواښ کوي چې بڼوال او بزګر به سږکال ډېر زیانمن شي.
که څه هم د هېواد د سوداګریزو توکو د صادراتو پر مخ هره لاره تړل شوې؛ خو د کرنیزو تولیداتو نامعلوم برخلیک چې، د ډېری خلکو د عوایدو یوازینۍ سرچینه ده او د ساتنې لپاره یې هم امکانات نه لري، اندېښنې راولاړې کړې دي.
د تازه مېوو او سبزیو سوداګرو ټولنې رییس اختر محمد په دې اړه وویل:«پروسږ کال د دې سربېره چې لارې پرانیستې وې د صادراتو په بهیر کې ستونزې لرلې، که چېرې دغه لارې تړلې وي او د قرنطین مسایل وي، زموږ صادرات به په بشپړه توګه صفر شي او ټول بڼوال، بزګر او هټۍ وال به زیانمن شي.»
له دې سره سم، د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، دغه بنسټ د هېواد د کرنیزو تولیداتو د ستونزې په اړه پر یوې طرحې کار کوي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي څرګنده کړه:«منځنۍ سړخونې، د وچې مېوې د راغونډولو یا پروسس مرکز او دنننه په هېواد کې د تازه مېوو پروسس په منظور د خصوصي سکټور پياوړتیا په روان کال کې د حکومت طرحې دي.»
له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې، د صادراتي لارو له تړل کېدو مخکې، د هېواد د صادراتو کچه ۱۱ سلنه لوړه شوې وه؛ خو دغه بهیر بیا ودرول شو.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس امین بابک هم وايي:«هغه هدف چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ۲۰۲۰ کال لپاره تعیین کړی و څه باندې یو نیم مېلیارد ډالر وو چې له بده مرغه د کورونا ویروس کړکېچ دغه مسله زیانمنه کړه.»
پروسږکال ځینو کرندګرو او په ځانګړې توګه د فراه کروندګرو د خپلو تولیداتو لپاره د بازار د نشتون له امله اړ شول چې خپل محصولات پر سړکونو تیت کړي؛ نو اوسني وضعیت ته په کتو سږکال دغه اندېښنه جدي ده.