Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لېږد رالېږد برخه کې د پانګونې د جذب لپاره ټرانسپورټ وزارت هڅې

د ټرانسپورټ وازرت وايي چې د لېږد رالېږد په برخه کې د پانګونې د جذبولو لپاره لازمه زمینه برابره شوې ده.

د ټرانسپورټ وزارت مرستیال امام محمد وریماچ وايي چې له سیمه‎ییزو هېوادونو سره د ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا او ځمکنیو لېږد رالېږد لارو د پرانیستو ترڅنګ هڅه کېږي چې په هېواد کې د لېږ رالېږد شرکتونو وړتیاوې هم لوړې شي.

د ټرانسپورټ وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌مهال په هېواد کې له ۲۲۵ زیات ټرانسپورټي شرکتونه شته او دې شرکتونو هېواد کې سلګونه مېلیونه ډالر پانګه‌ونه کړې ده.

د ټرانسپورټ وزارت مرستیال امام محمد وریماچ څرګنده کړه:«موږ باید ښه وړتیا او ظرفیت رامنځته کړو او ټول هغه هوکړه‎لیکونه چې له سیمه‎ییزو او نړیوالو هېوادونو سره چې دوه او درې اړخیزه دي لرو، خو بیا هم د وړتیا د نه‎لرلو له امله چې ټول معیارونه پوره کړي ولرو.»

خو شمېر پانګه‌وال بیا د لېږد رالېږد په برخه کې د ستونزو او تر خوا یې د نا امنۍ له کبله په ټرانسپورټي برخه کې د زیاتې پانګه‌‌ونې چاره ستونزمنه بولي.

د ټرانسپورټي شرکت مسوول محمد یوسف مومند په دې اړه وايي:«ما مخکې ژمنه کړې وه که‎چېرې دولت د ټرانسپورټ په برخه کې مرسته وکړي زه حاضر یم چې ۲۵۰۰ ښاري بس کابل ښار ته چمتو کړم څو فعالیت وکړي.»

د ټرانسپورټ وزارت د چارواکو په خبره، د یادو شرکتونو له ډلې یوازې یوولس هغه یې توانېدلي له پولو هغې غاړې د توکو د لېږد رالېږد جواز تر لاسه کړي.

په هېواد کې د لېږد رالېږد شرکتونو له ډلې یوازې ۱۱ شرکتونه توانېدلي چې له پولو هغې غاړې ته د توکو د لېږد رالېږد جواز ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ