Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د مالیاتو د راټولولو برېښنايي سیسټم ۹۵ سلنه غیر فعال دی'

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټه وايي چې په مالیې وزارت کې د مالیاتو د راټولولو برېښنايي سیسټم پر جوړېدو د مېلیونو افغانیو له ګېدو سره، دم ګړۍ دغه سیسټم ۹۵ سلنه غیرفعال دی.

د دغې کمېټې مسوولان وايي چې په مالیې وزارت کې د فساد د مخنیوي لپاره، لومړی باید دغه برېښنايي سیسټم په کار شي.

په مالیې وزارت کې په بریښنايي بڼه د مالیاتو د راټولو سسټم شاوخوا ۱۱ کاله وړاندې د مالیاتو د راټولو او په دې برخه کې د عوایدو د حیف و میل د مخنیوي لپاره فعال شو.
 
له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني وايي:«زموږ موندنې د دې ښودنه کوي چې دغه سیسټم ۹۵ سلنه غیرفعال دی او په دې برخه کې موږ وړاندیز کړی چې یا د سکټاس سیسټم پر ځای دې بل سیسټم راوړل شي او یا دا چې دا سیسټم باید په کار واچول شي چې د فساد مخه ونیول شي.»

بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د مالیاتو د راټولو د بهیر نه بریښنايي کېدو په دې برخه کې د فساد لار هواره کړې ده.

دوی وایي چې په تېرو کلونو کې په ولایتونو کې د دغه سسټم له شتوالي سره سره مالیات د تېرو لسو کلونو په بڼه راټولېدل او په دې برخه کې د مالیې کارکوونکي هم د سکټاس له سسټمه خبر نه دي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس سید زمان هاشمي وویل:«موږ پر یوه سیسټم په مېلیونونو افغانۍ لګوو، خو له دغه سیسټم څخه کار نه اخلو. دا په خپله په عوایدونو کې د فساد او حیف و میل لپاره د زمینې برابرول دي.»

د مالیې وزارت مني چې د سکټاس سسټم سافټویر یا په برېښنایي بڼه د مالیاتو د راټولو سسټم استحلاک شوی دی؛ خو د دغه وزارت د چارواکو په وینا اوس هم د مالیاتي عوایدو لویه برخه د دغه سسټم له لارې راټولېږي.
 
 د مالیې وزرات ویاند شمروزخان مسجدي څرګنده کړه:«په تېرو څو کلونو کې ۹۰ سلنه هاردویر او سافټ ویر استحلاک شوی و او په ۱۳۸۸ کال کې نړیوال بانک د هغه د ماشین الاتو په برخه کې مرسته وکړه.»

دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت چارواکو په ځلونو په ګمرکونو او د مالیې د راټولو په ادارو کې په دې برخه کې د برېښنایي سټمونو پر فعالېدو ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ