د مالیې وزارت د سږني مالي کال په لړ کې د بودیجوي واحدونو له خوا د پراختیايي بودیجې د ۷۵ سلنې له مصرف څخه خبر ورکوي.
د دې وزارت ویاند وايي، د بودیجې د لګښت ترڅنګ سږ کال یې وکړی شوای څو د تېر کال په پرتله له څوارلس سلنې ډېر ملي عواید راټول کړي.
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي په دې اړه وویل:«سږ کال د پیسو نړویوال صندوق (IMF) زموږ لپاره کابو ۱۷۳ اعشاریه ۵۰ مېلیارده افغانۍ تعیین کړې وې چې اوس موږ ۱۷۳ اعشاریه ۹۵ مېلیارده افغانۍ راغونډې کړې دي.»
خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین که څه د ملي عوایدو له زیاتوالي خوښ برېښي خو وايي، سږ کال خصوصي برخه د ډېرې مالیې په ورکولو له ستونزو سره مخه وو. هغوی وايي، حکومت باید په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د کانونو او صنایعو خونې مرستیال عبدالرحمان فیضان څرګنده کړه:«ما یو کال کار وکړ او سل زره ډالره پانګه مې د دوران په حال کې ده، ما ډېر زیان وکړ؛ خو ته (مالیې وزارت) حتماً له ما نه څلور سلنه مالیه اخلې.»
دا په داسې حال کې ده چې د خصوصي برخې یو شمېر استازي د یو شمېر ګمرکي تعرفو په زیاتوالي سره وايي، حکومت د ډېرو عوایدو په زیاتوالي په دې برخه کې ډېری پر خصوصي برخې فشار راوستی دی.