Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتي خدمتونو مالیات لا هم په زړه بڼه راټولېږي

د مخابراتو په وزارت کې د «واقعي وخت» یا «ریل ټایم» د ستګاه له کارونې د یونیم کال له تېرېدو سره، لاهم پر مخابراتي خدمتونو مالیات د مخکنیو کلونو په بڼه او د خصوصي شرکتونو په مرسته راټولېږي.

اتلس میاشتې مخکې، د ریل ټایم دستګاه په مخابراتو وزارت کې پر مخابراتي خدمتونو د لس سلنې مالیې د راغونډولو لپاره فعاله شوه. حکومت پنځه کاله مخکې پر مخابراتو لس سلنه مالیات ولګول. د دغو مالیاتو راټولول د فساد له تورونو سره مل وو.

د ټکنالوژۍ د برخې ځینې کارپوهان وايي چې دم ګړ‎ۍ د ریل ټایم دستګاه یوازې لس سلنه فعاله ده.

د ټکنالوژۍ د برخې کارپوه سید خدا داد موسوي وايي:«پنځه کاله مخکې دغه سیسټم جوړ شوی و. کابو ۲۰۰ زره ډالره لګښت پرې راغلی.»

د ولسي جرګې غړی خالد اسد هم څرګندوي:«اوس هم د مخابراتي خدمتونو د مالیاتو پیسې په نامعلومه توګه ټولېږي. هېچا ته واضیح او روڼ حساب نه ورکول کېږي. حکومت باید د روڼتیا لپاره په دې برخه کې اقدام وکړي.»

د ریل ټایم دستګاه د فعالولو لپاره څه باندې ۱۰ مېلیونه ډالر لګول شوي. د دغې دستګاه د فعالېدو په صورت کې، ویل کېږي چې د هغه په کارېدو سره پر مخابراتي خدمتونو د مالیاتو په راغونډولو کې به دوه برابره زیاتوالی راشي؛ خو په دغې برخه کې د عوایدو زیاتوالی د پام وړ نه دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او ساینس وزارت ویاند حامد پویا وویل:«د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ له لومړۍ د جولای تر ۱۳ مې پر خدمتونو د لس سلنې مالیاتو دوه مېلیارده افغانۍ غونډې کړې دي. دم ګړۍ د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ له لومړۍ د جولای تر ۱۵ موږ دوه اعشاریه دوه مېلیارده افغانۍ پیسې راټولې کړې دي.»

له پنځو کلونو راهیسې د مخابراتو پر خدمتونو د لس سلنې میالیاتو په عوایدو کې پر حیف و میل نیوکې شته، خو حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې د یوې رڼې طریقې په جوړولو سره پر دغو عوایدو څارنه وکړي.

شریک یي کړئ