Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي عوایدو د کموالي په هکله اندېښنې

د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان، د هغه څه په اړه چې ورځ تر بلې د ملي عوایدو کموالی، اقتصادي ځوړ او د نړیوالې ټولنې د مرستو نه روښانتیا ګڼي، اندېښنه څرګندوي.

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي له حکومته غواړي چې، د نړیوالو مرستو د بیا جذب لپاره د موکې په برابرولو سره، له ناورین سره د هېواد د اقتصاد له مخامخ کېدو، مخنیوی وکړي.

د ترکیې په یوه پوهنتون کې استاد نسیم اکبر وايي:«د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوالې ټولنې ژمنې او مکلفیتونه له قید او شرط پرته نه دي او د هغوی د موخو او سټراټېژیکو ګټو په شان ترسره کېږي. هر کله چې دغه ګټې بدلون وکړي. هغوی به له خپلو ژمنو لاس واخلي.»

د اقتصادي چارو ځینې نور شنوونکي وايي، په هېواد کې د کورونا ویروس په خپرېدو سره د هېواد له ځور سره مخ اقتصاد ته لا ډېر زیان اړولی دی. 
د پوهنتون استاد قیس محمدي څرګندوي:«شونې ده چې وضعیت لاخراب شي د دې لپاره اړینه ده حکومت د نړیوالو مرستو د جلب په برخه کې او همدارنګه دلته د فعالیتونو د همغږي کولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره ډېر فعالیت وکړي.»

تر دې مخکې مالیې وزارت د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د جذبولو په موخه د نړیوالې ناستې له احتمالي جوړېدو خبر ورکړی وو؛ خو لا هم روښانه نه ده چې، حکومت به دا ځل وکولی شي د نړیوالو مرستو د دوام لپاره هغو ته قناعت ورکړي او کنه؟

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په دې هکله وویل:«هغه نړیوال کنفرانس چې په مخ کې یې لرو، ترسره کېږي، او که چېرې ترسره نه شي، ډېری ملکي پروژې او ساختماني پروژې د افغانستان د وجهي صندوق له لارې او یا هم د اسیا پراختیايي بانک له خوا تمویلېږي.»

د ۲۰۱۶ زیږیز کال په وروستیو کې بروکسل ناسته کې ۷۰ هېوادونو او نورو مرستندویه بنسټونو په ملکي برخه کې له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د څه باندې ۱۵ مېلیارد ډالري مرستو موکه برابره کړه؛ خو دغه ژمنې هم د روان زیږدیز کال په ورستیو کې سرته رسېږي.
 
شریک یي کړئ