Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات والي: د هرات ګمرک ۹۰سلنه عواید حیف و میل کېږي

د هرات والي سید وحید قتالي وايي چې د دغه ولایت د ګمرک ۹۰ سلنه عواید د مافیا او زورواکو له خوا حیف و میل کېږي.

ښاغلی قتالي وایي چې دا مافیايي ډلې په کابل، هرات او د اسلام کلا په ګمرک کې فعال حضور لري او د ورځې په لسګونه مېلیونه افغانۍ د ګمرک عواید خپلو چېبونو ته اچوي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي:«لس سلنه سوداګریز توکي راځي او ۹۰ سلنه نور د مافیا په واک کې ورکول کېږي او له هرې درې مېلیون جوپې څخه پنځوس زره افغانۍ ورکول کېږي؛ له هرې جوپې چې درې مېلیونه مالیه دولت ته ورکړل شي، یوازې ۳۰ زره ورکول کېږي.»

په دې وروستیو کې په هرات کې د وارداتي توکو لسګونه لېږدونکي موټر د امنیتي ځواکونو له لوري ودرول شول چې د هرات د والي په وینا دغه ټول موټر له ګمرکي محصوله پرته تېر شوي وو او دا د دغه ولایت په ګمرک کې د فساد یوه بېلګه ده.

د هرات د ولایتي شورا او د مدني ټولنې ځینې غړي وايي چې ځینې حکومتي چارواکي په د دغه ولایت د ګمرک په فساد کې لاس لري او له مافیا سره هملاسي دي.  

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري وايي:«د ورځې د هېواد ۴۰ تر ۵۰ مېلیونه ملي عواید  حیف و میل کېږي. یوه ستره کړۍ ده هغه کسان چې په فساد لاس پورې کوي. د دولت جګپوړي چارواکي له هراته تر مرکزه په دغې کړۍ کې دي.»

په هرات کې خصوصي برخه وایي چې د دغه ولایت په ګمرک کې د فساد له امله د ورته توکو واردات او له ګمرکي محصول تېښتې؛ په دغه ولایت کې کورنی صنعت او تولیدات زیانمن کړي دي.
 
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم څرګندوي:«له سرحدونو د قاچاقي توکو واردېدل او په ګمرکونو کې فساد، هغه زهر دي چې د افغانستان پر صنعت استفاده کېږي.»
 
د هرات په ګمرک کې د فساد له زیاتېدو او د دغه ګمرک د عوایدو له حیف و میل سره همهاله د ولسي جرګې د غړو له لوري د هرات د ګمرک رییس ته د ستاینلیک ورکړې نیوکې راپارولې دي.
 
خو د هرات د ګمرک رییس حمدالله همدرد له طلوع نیوز سره په مرکه کې د دغه ګمرک د ۹۰ سلنه عوایدو حیف و میل ردوي، او وایي چې په وروستیو اوونیو کې د هرات د ګمرک عواید په ورځ کې له ۳۰مېلیونه افغانیو نه څه باندې سل مېلیونه افغانیو ته زیات شوي دي.

شریک یي کړئ