Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په شمال کې د غالیو تولید کابو ۷۰ سلنه کم شوی

د هېواد د شمالي حوزې د غالیو د اوبدونکو د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، سږکال د هېوا په شمال کې د غالیو تولید کابو ۷۰ کم شوی دی.

د دغې ټولنې د چارواکو په وینا، چې سږکال د هېواد په شمال کې څه باندې ۴۰۰ مټرمربع غالۍ اوبدل شوې ده په داسې حال کې چې تېر کالو څه باندې دوه مېلیونه مټرمربع غالۍ په شمالي ولایتونو کې اوبدل شوې وې.

دغه مسوولان د هېواد په شمال کې د غالیو د تولید له کمښت سره هم مهاله وايي چې د قزاق، خال محمدي، بلژیک، یو تاره، خواجه رشنا او د لرګیو نقش لرونکې غالۍ چې زړه راښکوونکي رنګونه هم لري، د بلخ په ګډون د هېواد د شمالي ولایتونو له مشهورو غالیو دي چې، په نړۍوالو بازارونو کې ډېر پېرېدونکي لري؛ خو په کور دننه بازارونو کې په خرڅلاو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

د غالیو پلورونکی عبدالکریم وايي:«په تېر کې دوه مېلیونه او ۱۰۰ زره مټر مربع د غالیو تولید وو او اوس زموږ د غالیو تولید له ۴۰۰ زره مټر مربع څخه زیات نه دی.»

جان آغا په بلخ ولایت کې له څلوېښتو کلونو راهیسې د غالیو پر اوبدلو بوخت و؛ خو اوس یې له دې کاره لاس اخیستی او زرګرۍ ته یې مخه کړې ده.

هغه وايي د وطنۍ غالیو بازار اوس سوړ دی؛ نو له همدې امله یې بل کار ته لاس اچولی دی.

هغه وايي:«څوک پوښتنه نه کوي چې غالۍ په څو ده؛ کله چې پوښتنه ونه کړم، سړی ستومانه کېږي او اړ کېږي چې یو کار وکړئ ته لاس واچوي څو ژوند یې په مخ ولاړ شي.»

د مزارشریف د غالیو په بازار کې لیدل کېږي چې، د ترکي او ایراني فرشونو د خرڅلاوی بازار ډېر ګرم دی.

په مزارشریف ښار کې د فرشونو یو پلورونکی سید نجیب وايي: پخوا د هېواد په شمال کې ډېری اوبدل شوي قالینې دلته خرڅېدلې؛ خو اوس په دې بازار کې ډېر کم وطنۍ قالینې خرڅیږي.

د غالیو پلورونکی سید نجیب وايي:«له دې مخکې، غالۍ د مزارشریف له اطرافه دغه بازار ته راوړل کېدې او وروسته بیا بهر ته صادرېدې، خو اوس دا له منځه تللي دي.»

غالۍ د هېواد په صاداراتي توکو کې یو مهم توکی دی. په نړۍوالو مهمو نندارتونونو کې څو ځلې د افغانستان غالیو د نړۍ په کچه لومړی مقام ترلاسه کړی؛ خو د غالیو اوبدونکو ټولنې د مسوولینو په وینا لا تر اوسه دغه صنعت ته په جدي توګه پاملرنه نه ده شوې.

د هېواد په شمال کې د غالیو د صنعت د کموالي لاملونه هېواد ته په بې مخینې توګه د بهرنیو فرشونو واردول او همدارنګه له غالۍ اوبدونکو نه ملاتړ دی.

شریک یي کړئ