Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ۴۴۰۰ ټنه محصولات د هوايي دهلېز له لارې بهر ته صادر شوي

د ولسمشر د بانکي او مالي چارو د سلاکار دفتر وايي، چې تراوسه د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان څه باندې ۴۴۰۰ ټنه محصولات بهر ته صادر شوي دي، او دا شمېر به پنځه زره ټنو ته ورسېږي.

د دغه دفتر د مالوماتو له مخې، د دغو صادراتو بیه ۸۰ مېلیونو ډالرو ته رسېدلې او ټاکل شوې ده چې تر یوې راتلونکې میاشتې دا شمېر ۱۰۰ مېلیونو ډالرو ته ورسېږي.

د ولسمشر د بانکي او مالي چارو د سلاکار د دفتر د اړیکو مسوول سمیر رسا په دې اړه وویل:«دم‎ګړۍ، موږ د الوتنو پر زیاتوالي کار کوو چې د هوايي چلند له نورو شرکتونو سره هم هوکړې ته ورسېږو ترڅو د الوتنو شمېر زیات شي او اوس‎مهال دننه په هېواد کې د توکو پر بسته بندۍ او پروسس، چې موږ کولای شو په نړیوال اسټنډرډ خپل توکي صادر کړو.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د هوايي دهلېزونو له لارې صادرات د هېواد کرنیزو حاصلاتو لپاره ګټور بولي او وايي، د هوايي دهلېزونو له پرانیستې وروسته د افغاني حاصلاتو بیه پنځوس سلنه لوړه شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال جانجان الکوزی وايي:«د هغه ګټه بزګر ته هم رسېدلې ده د دې لپاره چې چې سوداګر جنس پېرلی او هلته یې هغه په لوړه بیه او په ګټه پلورلی دی او په بازار کې هم د جنس بیه لوړه شوې ده او حتا د جنس بیه په مارکېټ او باغ کې هم لوړه شوې ده.»

خو له دې سره سره اقتصادي کارپوهان هوايي دهلېزونه د صادراتو د ودې لپاره لنډمهاله پروسه بولي او وايي، د صادراتو د ودې لپاره باید نړۍ سره د ځمکې له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې زمینه برابره کړي.

د کابل پوهنتون استاد حسیب الله موحد په دې اړه څرګنده کړه:«سوداګري ملاحظه کړئ په دې وروستیو میاشتو کې یې ډېره وده کړې ده، چې دا د هوايي دهلېزونو د جوړېدو له امله وه خو په لنډمهال کې کولای شي یوه لاسته راوړنه وي خو په اوږدمهال کې نه شي کولای چې افغانستان د ځان بسیانې په لور ر هنمايي او یوه ښه سټراټېژي وي.»

د هوايي دهلېزونو فعالول د حکومت هغه پروګرام و چې لنډه موده کې یې نړیوالو بازارونو ته د افغاني توکو صادرات اسانه کړل او تر اوسه یې اته سلنه د لېږد سب سایډي د حکومت له جیبه پرې کېږي.

 د راپورونو له مخې تر دې دمه حکومت او خصوصي سکټور د هوا له لارې د توکو پر لېږد درې مېلیونه ډالرو نه زیاتې پیسې لګولې دي.

د ولسمشر د بانکي او مالي چارو د سلاکار دفتر وايي، د روان مالي کال تر پایه د هوايي دهلېز له لارې د هېواد د محصولاتو صادرات به پنځه زره ټنو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ