Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د ورځې کابو یو مېلیون ډالر د هرات له پولې ایران ته قاچاق کېږي'

د هرات د صرافانو ټولنه وايي، چې هره ورځ کابو سلګونه زره ډالره د ترانزیتي موټرو په وسیله او همداراز د ځینو سوداګرو له لوري په ناقانونه توګه له دغه ولایته ایران ته لېږدول کېږي.

د هرات د صرافانو د ټولنې رییس بهاء الدین رحیمي وايي:«هغه موټر چې ایران ته ټرانزيټ لري او دغه هېواد ته تګ راتګ کوي او همدارنګه سوداګر د ډېرې ګټې لپاره په دغه کار لاس پورې کوي.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د هرات له بازارونو د ډالرو د راټولولو او ګاونډیو هېوادونو ته یې د لېږدولو له امله د هېواد اقتصاد زیانمن شوی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالله دشتي هم وویل:«دغه کار په افغانستان کې د سوداګرو پر کارو بار ډېره اغېزه کړې ده.»

د هرات سیمه ییز مسوولین هم له دغه ولایته ګاونډیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه د ډالرو د لېږد مسله تاییدوي؛ خو ټینګار کوي چې، له هېواده بهر د بهرنیو اسعارو له قاچاقه د مخنیوي لپاره یې د هېواد په سرحدي سیمو کې جدي تابیاوې نیولې دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني څرګندوي:«ځينې موکه غوښتونکي کسان غواړي چې د اسعارو له قاچاق سره، ګټه وکړي خو امنیتي ځواکونه چې په پولو کې ګومارل شوي په جدي توګه له سرغړونکو سره چلند کوي.»

سره له دې چې د هرات سیمه ییز مسوولین له هېواده بهر د ډالرو د قاچاق په تړاو د لسګونه کسانو له نیولو خبر ورکوي؛ خو د چارو ځینې شنوونکي وايي، له یادو قاچاقچیانو سربېره آن ځینې دولتي چارواکي د ډالرو په قاچاق کې لاس لري او اړوند بنسټونه لا تر اوسه پر دې نه دي توانېدلي چې د هغو مخنیوی وکړي.
 
شریک یي کړئ