Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي پروژې عملي کار په نوي زیږدیز کال کې پیلېږي

د مالي او بانکوالۍ په چارو کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار اجمل احمدي، په ۲۰۱۹ زیږدیز کال په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کا له پیله خبر ورکوي.

هغه زیاتوي چې  په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې به، دغه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تاپي پروژه چې له مخې یې د ترکمنستان ګازو نل لیکه د یو زرو ۸۱۴ کیلو مټرو په اوږدوالي سره له ترکمنستان نه افغانستان پاکستان او هند ته رسېږي د راتلوونکې زیږدی کال تر فبروري میاشتې به افغانستان ته راورسېږي.

 د ورکړل شویو مالوماتو  له مخې د تاپي پروژې ودانیز کارونه په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې پيلېږي او په ۲۰۹۱ کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .

 د بانکوالي او مالي په چارو کې د ولسمشر سلاکار وايي چې  په  هرات ؛کندهار او هلمند ولایتونو کې د تاپي پروژې د ګټې اخیستنې لپاره مرکزونه جوړېږي او حکومت پر هغو پروګرامونو کار کوي چې له مخې په دغو ولایتونو کې تر سل میګاواټو پورې برېښنا هم تولیدېږي .

په مالي چارو او بانکوالۍ کې د ولسمشر لوړپوړي سلاکار اجمل احمدي په دې اړه وویل:« د تاپي پروژه په ټولیزه توګه د افغانستان، پاکستان او هند لپاره ۳۳ مېلیارده متر مکعبه ګاز برابروي. افغانستان په لسو لومړیو کلونو کې له دې نل لیکې پنځه سوه مېلیون متر مکعبه ګاز او تر هغه وروسته تر لسو کلونو پورې یو مېلیارد متر مکعبه ګاز  او په لسو نورو کلونو کې یو مېلیاردو پنځه مېلیونه متر مکعبه ګازوپېري.

 اخوا د ټاپي پروژې اجرایي رییس وایي چې دا پروژه د هېواد د اقتصاد د پراختیا لپاره ډېره مهمه ده او تر اوسه د دې پروژې کار په ښه توګه پر مخ ځي.

د دغې پروژې اجرايي رییس محمد میرات امانوف وايي:«د ټاپي نل‎لیکې د جوړېدو د کار له مطرحه کېدو تراوسه په پام وړ پرمختګ کړی. د پروژې سترې هوکړې لاسلیک شوې دي، په ځانګړې توګه د ګازو د پلور او پېر د ځانګړنو هوکړه‎لیکونه لاسلیک شوي دي.»

د ټاپي پروژې د ګازو نل لیکې د هغې له مطرح کېدو راهیسې د پاموړ پرمختګ لرلې دی . د پروژې لوی هوکړه لیک لاس لیک شوی دی، په مشخصا توګه د ګازو د پېر او پلور ټول هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

حقوقي سلاکار بیمل دیساي څرګنده کړه:«له افغانستان او پاکستان سره به د کوربه دولتونو هوکړه لیک لاسلیک شي. ځکه دا دوه هغه هېوادونه دي چې د تاپي د ګازو نل لیکته ورنه تېرېږي. دا هوکړه لیک به د پروژې د عملي کولو لپاره اډانه او قانوني ثبات او د تمویل کوونکو لپاره ډاډ رامنځته کړي.»

  په بانکوالۍ او مالي چارو په برخه کې د  ولسمشر د سلاکار په وینا  حکومت اوس مهال له تاپي پروژې نه د ګټې اخیستنې پر پلان کار کوي.

شریک یي کړئ