Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو بهیر اوږدېدو له امله کار او بار له ځوړ سره مخ شوی

د ټاکنو بهیر اوږدېدو او د افغانستان ناروښانه سیاسي حالت، په هېواد کې د کار او بار د ځوړ لامل شوی دی.

د خصوصي برخو ځينې استازي وايي چې په درې وروستیو میاشتو کې، کابو پنځوس سلنه کار او بار یې له ځوړ سره مخامخ شوی او همدارنګه د دولتي بنسټونو له خوا عامه خدمتونو وړاندې کول کم رنګه دي.

د نړۍوالې سوداګرۍ خونې مرستیال سخي احمد پیمانپه دې اړه وویل:«ستونزې ډېرې دي؛ هغه مالومات چې موږ یې لرو په ډېریو برخو کې کار او بار له ځوړ سره مخ دی او د دې ټول لامل ناامنۍ او د ټاکنو اوږدېدل دي.»

ولسمشرۍ ټاکنې کابو دوه میاشتې مخکې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه ترسره شوې او تراوسه یې حتا لومړنۍ پایلې اعلان شوې نه دي. ولسمشرۍ ټاکنو ته ځينې نوماندانو هم ویلي چې په دغو ټاکنو کې درغلۍ شوي او هغوی د ټاکنو پایله نه مني.

لاهم مالومه نه ده چې کله به د ټاکنو پایلې اعلان شي.

د اطلاعاتو له مخې په پلازمېنه کابل کې د معاملاتو د لارښوونې دفترو مسوولین وايي له شپږو میاشتو راهیسې ډېرو کمو خلکو کورونه اخیستي او دغه وضعیت د دوی کار او بار هم له ځوړ سره مخ کړی دی.

په کابل کې د معاملاتو د لارښونې د یوه دفتر څېښتن شعیب رضايي وايي:«اوس موږ نه شو کولای چې د خپل کور ۱۵ زره افغانۍ کرایه ورکړو... څه وکړو؟ په ټول کې کار او بار له ماتې سره مخ دی.»

له بل لوري په کابل کې یو شمېر موټر پلورونکي هم وايي چې، په تېرو شپږو میاشتو کې یې د خرڅلاو کچه تر ۶۵ سلنې راښکته شوې او دغه بهیر د موټرو د بیو د راښکته کېدو لامل هم شوی دی.

د کابل په لویدیځ کې موټر پلورونکی مهران په دې اړه څرګنده کړه:«موږ شپږ میاشتې مخکې، د اوونۍ درې معاملې لرلې - درې موټر مو پلورل - خو اوس په میاشت کې یو هم نه پلورل کېږي.»

خو د صنعت او کار سوداګرۍ وزارت وايي چې هڅه یې کړې څو ستونزې کابو کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا په ډاګه کوي:«د صنعت او سوداګرۍ وزارت سږ کال خپلې ټولې هڅې کړې دي څو ستونزې حل کړي او ډېر سیسټم جوړونه وکړي.»

د نړۍوالې سوداګرۍ خونې مسوولین وايي په هېواد کې سیاسي ناڅرګند وضعیت او نا امنۍ هغه لاملونه دي چې، ډېر کم پانګوال د خپل کاراوبار د پراختیا په اړه فکر کوي.

شریک یي کړئ