Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پراختیايي بودیجې په لګولو کې تلپاتې کمزورتیا؛علت په څه کې دی؟

د هغو سنونو پر بنسټ چې طلوع نیوز ورته لاسرسۍ پیدا کړی،ښيي چې د روان مالي کال په ۶ لومړیو میاشتو کې ۲۳ دولتي بنسټونو له ۱۰ سلنې کمه پراختیايي بودیجه لګولې ده.

په دې لړ کې ۶ تر ۷ بنسټونو تراوسه خپله پراختیايي بودیجه هېڅ نه ده لګولې.

د دغو سندونو پر بنسټ،ملي دفاع وزارت،له فساد سره د مبارزې عالي ادارې،په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، مشرانو جرګې، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارې او مرکزي احصاییه بنسټ هغه دولتي بنسټونه دي چې د پراختیايي بودیجې لګښت یې صفر دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه وویل:«تېر کال تاسې شاهد وئ چې ډېره بودیجه مو ولګوله سږکال هم زموږ ډېره بودیجه به ولګول شي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي ویلي دي:«زموږ ټوله پراختیايي بودیجه زموږ د دوو ودایزو پروژو لپاره دي چې د ډیزاین او تدارکاتو کار یې بشپړ شوی او زموږ ټوله بودیجه په دې برخه کې به ولګول شي.»

له داري فساد سره د مبارزې ادارې رییس حسین فخري هم وویل:«سږ کال موږه کومه پراختیايي بودیجه نه لرو د ځلونو غوښتنې سربېره موږ ته پیسې ځانګړې نه‎شوې.»

په دې اړه مو په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت، د سرشمېرنې د مرکزي ادارې او مشرانو جرګې د ځوابونو په ترلاسه کولو بریالي نه‎شو.

د ولسي جرګې د مالي کمېسیون غړي صادقي زاده نیلي په دې اړه وویل:«د بودیجې نه لګېدل د اندېښنط وړ دي ځکه چې د بودیجې نه لګېدل د دې په مانا دي چې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شوې نه ده پراختیايي پروژې عملي شوې نه دي.»

د ولسي جرګې غړي خیرمحمد ایماق څرګنده کړه:«په ۶ لومړیو میاشتو کې چې ۱۵ یې لګولي په شپږو راتلونکو میاشتو کې به هم له ۱۵ زیاته بودیجه ونه شي لګولای.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي د پراختیايي پروژو د عملي کولو لپاره د دقیقو پروګرامونو نشتوال،د پروژو لپاره د خلکو د استازو باج اخیستنې، او د حکومت د څار نشتوالی د پراختیايي بودیجې د نه لګېدو اصلي لاملونه بولي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود په دې اړه په ډاګه کړه:«د دقیقو پلانونو نه شتوالی د دې لامل کېږي چې پراختیايي بودیجه ونه لګول شي.»

له بلخوا د مالیې وزارت ویاند د دولتي بنسټونو د پراختیايي بودیچې د لګېدو د کچې د لوړېدو لپاره د دغه بنسټ له پروګرامونو څخه خبر ورکوي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زي په دې اړه وویل:«د حل په لارو موږ کار کړی په څاریز سیستم مو کار کړی د تخصیص د اجرا په لوړېدو کار مو کړی چې موده مو کمه کړې ده.»

له د سره سره د روان مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو د بودیجې لګښت ۱۵ سلنه ښودل شوی دی.

په دې لړ کې د اقتصاد، کرنې او اوبو لګولو،مالیې وزارتونو او اجرائيه ریاست خپلې ډېری پراختیايي بودیجې لګولي دي.

شریک یي کړئ