Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولو د پرانیستو سربېره په بازارونو کې د توکو بیه لاهم لوړه ده

د دې سره چې په هېواد کې د وارداتو پر مخ پولې پرانیستل شوې دي، خو د هېواد په بازارونو کې د توکو بیه په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بیه همدارنګه لوړه ده.

په هېواد کې د کورونا ویروس په خپرېدو او په ناڅاپي توګه د ځینو وارداتي لارو په تړل کېدو سره په بازارونو کې د توکو بیې تر دیرش سلنې پورې لوړې شوې ؛ خو اوس چې لېدل کېږي لارې پرانستې دي او پر راکړه ورکړه هیڅ محدودیت نشته د یو شمېر خوراکي توکو بیې اوس هم لوړې دي.

خلک دا ګرانپلورنه د پلورونکو او سوداګرو کار بولي او حکومت په دې برخه کې په بې پروایۍ تورنوي.

د کابل اوسېدونکی نزیر احمد وايي:«پلورنکي له خدایه نه وېرېږي هره ورځ بیې لوړوي.»
 
 د کابل اوسېدونکی عبدالرقیب هم وویل:«خلک بې وزلي دي، بیې لوړې؛ هېڅوک د پلور وس نه لري نه پوهېږم چې څه وکړم؟»

یو شمېر پلورونکي هم  په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د تهیه مسکن سیمې هټیوال شیراغا زیاته کړه:«بیې مشخصې نه دي. تېره ورځ چې د اوړو یوه بوجۍ ۱۸۰۰ افغانۍ وې، نن ۱۹۰۰ ته رسېدلې او هټۍوال هم پر هغه ۲۰ افغانۍ ګټه زیاته کړې ده.» 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه په بازارونو کې احتکار او ګرانپلورنه، نه ردوی او وایي چې اوس مهال په بازارونو کې د توکو د بیو د لوړوالي لپاره هېڅ دلیل نشته.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس سید زمان هاشمي:«بندرونه پرانیستي دي او سوداګري په عادي توګه دوام لري؛ نو شونې ده چې د احتکار ستونزه وي او خلک په لوړه بیه وپلوري.»

بریالي نه شوو چې په دې تړاو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر ولرو .

شریک یي کړئ