Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چابهار بندر له لارې هند ته د افغانستان د ځمکنیو صادراتو پیل

د افغانستان د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه نن یکشنبې (د کب ۵ مه نېټه) له غرمې مخکې د هند په لور حرکت وکړ.

ولسمشر غني چې نیمروز ولایته تللی، نن له غرمې مخکې د دې بهیر پیل یې افتتاح کړ.

دا سوداګریزه جوپه چې ۵۷۰ ټنه افغاني صادراتي توکي دي، په ۳۲ باروړونکو موټرو کې د ورېښمو له بندره چابهار بندر ته او له هغه ځایه به هند ته ورسېږي.

ولسمشرغني په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په نیمروز ولایت کې جوړ شوي وو، وویل چې د چابهار بندر له فعالېدو سره به د افغانستان د صادراتو کچه دوه مېلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د افغانستان د صادراتي توکو کچه، دوم‎ګړۍ یو مېلیارد ډالرو ته رسېږي.

د چابهار بندر هوکړه لیک د ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت کې د افغانستان، هند او ایران ترمنځ لاسلیک شو. دا بندر د اوبو له لارې افغانستان په مستقیمه توګه له هند او نورو هېوادونو سره نښلوي.

د هغې هوکړې له مخې چې د تېر کال په فبرورۍ میاشت ک د ایران او هند ترمنځ وشوه، تهران د چابهار بندر د یوې برخې اداره د ۱۸ میاشتو لپاره نوي ډیلي ته وسپاري.

ښاغلي مودي، چابهار بندر ته طلايي دروازه وویله او زیاته یې کړه چې هند کولای شي له دې لارې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره ونښلي.

د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د هند او ایران ترمنځ د ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت ک لاسلیک شوی، هند باید د چابهاربندر په لومړۍ برخه کې د ۸۵.۲۱ مېلیون ډالرو په پانګونې او د کال له ۹۲.۲۲ مېلیون ډالرو عاید او له لس کلنې اجارې سره د کښتیو دوه لنګر ځایونه جوړ کړي.

ولسمشر غني وايي چې د چابهار بندر له فعالېدو سره به د افغانستان د صادراتو کچه دوه مېلیارد ډالرو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ