Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چابهار له لارې هند ته څه باندې ۸۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې

د سوداګرۍ او صنعت وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۲مه) د لومړي ځل لپاره څه باندې ۸۰ ټنه انځیر او شکرپاره د چابهار بندر له لارې د هند بازارونو ته رسېدلې ده.

هند ته د چابهار بندر له لارې د توکو د صادراتو بهیر له پیلېدو وروسته دا د هېواد د صادراتي توکو دویمه جوپه ده چې له دې لارې هند ته رسېږي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي:«دا جوپه په ډېره کمه موده کې د چابهار له لارې هند ته رسېدلې ده او دا لومړی ځل دی چې د کندهار انځير د هند بازارونو ته د بحر له لارې صادرېږي.»

له بلخوا د چابهار بندر مسوولین د دغو توکو د صادراتو د اداري چارو او بارګیرۍ په برخه کې د لازیاتو اسانتیاوو خبر ورکوي.

د چابهار بندر عمومي مدیر بهروز آقايي وویل: «د افغانستان دا کانټينري جوپه له کندهاره چابهار ته رسېدلې او په دوه ورځو کې د پړاونو له کچ کولو وروسته د هند بازارونو ته استول شوې. موږ هڅه کوو چې افغاني توکي په لږ موده کې د چابهار له لارې نورو هېوادونو ته واستول شي.»

هند ته د افغانستان په دویم صادراتي کاروان کې د لومړي ځل لپاره څه د پاسه څلوېښت ټنه انځیر دغه هېواد ته صادر شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي ډېر ژر به د چابهار له لارې هند ته یو لوی سوداګریز کاروان روان شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا وايي:«ټاکل شوې وه یوه بله ستره جوپه هم د چابهار له لارې هند ته واستول شي، خو دا کار د اختر د رخصتیو له امله ترسره نه شو. له اختر وروسته ډېر ژر د چابهار په موخه او له هغه ځایه د هند بازارونو ته به صادر شي.»

له دې مخکې هم د افغانستان۵۷۰ ټنه صادراتي توکي د چابهار بندر له لارې هند ته صادر شوي دي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د ایران د چابهار بندر د کارولو لپاره د سوداګرو د لېوالتیا ترڅنګ د هند، ایران او افغانستان له حکومتونو غواړي چې د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې ورته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي. 

شریک یي کړئ