Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چارو ادارې له اماراتي شرکت سره د هوکړه له لاسلیکه دفاع وکړه

د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا برابرونکې واحد او د «پال فورسولر انرژۍ» شرکت ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک د غبرګونو په لړ کې، د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا برابرونکی واحد وايي چې دغه اماراتي شرکت یو معتبر شرکت دی.

 د برېښنا د تولید د هغه اماراتي شرکت د تجربې د نشتوالي او لږ ظرفیت په تړاو له نیوکو وروسته چې ټاکل شوې ده؛ په افغانستان کې تر ۳۰۰ زره میګاواټه پورې برېښنا تولید کړي؛ د پانګونې د آسانتیا برابرونکې اداره وايي چې دا شرکت د اماراتو  د ال ال سي د معتبر شرکت یوه برخه ده او ټاکل شوې ده چې د نورو اماراتي شرکتونو ترڅنګ افغانستان ته د پانګونې لپاره راشي.

د دې ادارې مسوولان وایي چې اوس مهال له دغه شرکت سره لومړنی هوکړه لیک لاسلیک شوی دی او ټاکل شوې ده چې له برېښنا شرکت او نورو دولتي ادارو سره  د «پال فور سولر انرژي» د «ال ال سي» شرکت د اجرایي پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شي.

د پانګونې د اسانتیا برابرونکې ادارې رییس عطاالله نصیب په دې اړه وايي:«سمه ده چې دغه شرکت د روان کال په سر کې له انټرنېشنل هولډینګس سره راجستر شوی، خو له پال فور سره پانګونه افغانستان ته نه راځي، بلکې انټرنېشنل هولډینګس کمپنۍ به افغانستان ته پانګونه راولي.»

بل خوا د برېښنا شرکت د هېواد برېښنا شبکې ته د دغه شرکت د تولید شوې بریښنا د جذب لپاره د روښانه پلان په تړاو څه نه وایي حو ددغه شرکت د مسوولانو په وینا په هېواد کې د بریښنا د تولید په برخه کې د لویو پانګونو لپاره لاره اواره شوې ده .
 
دا په داسې حال کې ده چې حکومت او برېښنا شرکت یو کال وړاندې په هېواد کې د دوه زره میګاواټه لمریزې بریښنا پر تولید کار کړی دی ؛ خو تر اوسه ان د دې بریښنا د تولید ځای نه دی په ګوته شوی.

د انرژۍ د برخې د کارپوهانو په وینا د هېواد د بریښنا شبکې اوسني مزي د درې زره میګاواټه برېښنا د جذب ظرفیت نه لري او حکومت باید لومړی له خصوصي شرکتونو نه د برېښنا د جذب لپاره شبکه ورغوي.

د برېښنا د تولید د هغه اماراتي شرکت د تجربې د نشتوالي او لږ ظرفیت په تړاو له نیوکو وروسته چې ټاکل شوې ده؛ په افغانستان کې تر ۳۰۰ زره میګاواټه پورې برېښنا تولید کړي

شریک یي کړئ