د نوي مالي کال د پیل راهیسي مرکزي بانک له ۸۵۰ میلونه زیات ډالر د هېواد په بیلابیلو بازارونو کې لیلام ته وړاندي کړي دي.
د مرکزي بانک ویاند وايي دغه بانک د راکړې ورکړې پر مهال د بدلونونو د مخنیوي په اوونۍ کي درې ځلې له ۱۶ تر ۲۰ میلونه ډالر د راکړو ورکړو په بازارونو کې وړاندي کوي.
د سه شنبې ورځې(د غويي په ۳۱مه نېټه) سهار د کابل په شهزاده سرای کې د یوه ډالر بیه ۸۱ افغانیو ته هم ورسېده، که څه هم له غرمې وروسته اتیا افغانۍ او څلوېښت پولو ته راټېټه شوه.
د افغانستان بانک ویاند، ایمل هاشور وايي:«په اوسط ډول هر لیلام په شپاړس تر شلو میلیونو ډالرو پلورو او لامل یې دا دی چې موږ قیم کنټرول کړو تر څو خلکو ته بیې زیاتې نشي او د بیو د لوړوالي او ټیټوالي له زیاتولي مخنیوی وشي.»
که څه هم د افغانستان بانک د شمېرو له مخې هره اونۍ باید شاوخوا پنځوس ملیون ډالر بازار ته وړاندې شي، خو د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې تر دې اندازې کم ډالر بازار ته وړاندې کیږي.
د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د مشرتابه شورا غړی، امین جان خوستی څرګندوي:«داسې اوونۍ هم وه چې د ډالرو لیلام تر اتیا میلیونو ډالرو ته ورسید، خو اوس په اوونۍ کې دېرشو میلیونو ډالرو ته راښکته شوی دی.»
د پوهنتون استاد، قیس محمدي داسې خپل نظر څرګندوي:«یو لامل دا دی چې د امریکا مرکزي بانک غواړي په نړۍ کې د ډالرو بیه لوړه کړي او دا لوړوالی یوازې د افغانیو پر وړاندې نه دی.»
د پلازمېنې یو شمیر اوسیدونکي وايي چې د ثابتو عوایدو په لرلو او روان پړسوپ سره خپل د اړتیا وړ توکي نه شي برابرولای.
د کابل اوسېدونکی، اجمل بیا داسې وايي:«له دولت نه مو غوښتنه دا ده چې کنټرول یې کړي تر څو بیې ښکته شي، خلک ډېرې ستونزې لري.»
د کابل بل اوسېدونکی، محمد سمیع مهمند زیاتوي:«په دې برخه کې حکومت هېڅ پام نه دی کړی، موږ پوهېږو چې د ډالرو بیه له دې هم زیاته کېږي.»
د شهزداده سرای د صرافانو ټولنه د ډالر پر کمېدو سربیره، د هېواد سیاسي او امنیتي ناخوالی ؛ او دکلدارو او تومان د ارزښت کمیدل او د هېواد د سوداګرۍ لوی کسر هغه نور لاملونه بولي چې د افغانۍ پر ارزښت یې منفي اغیزې کړي دي.
که څه هم د افغانستان بانک هغه کار چې کاوه یې کوي او هره اوونۍ بازارته ډالر وړاندې کوي، خو داسې برېښي چې د دغه کاراغیز ورځ تر بلې کمیږي.