Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل-لوګر لویې لارې پروژې کار له یوه کال وروسته ۸سلنه مخته تللی

کابل - لوګر لویې لارې د پراختیايي پروژې د کار له پیلهه د څه باندې یوه کال په تېرېدو سره د دغې پروژې عملي کار یوازې اته سلنه مخکې تللی دی.
 
د کابل- لوګر لویې لارې د لومړۍ برخې کار پروسږکال د یوې خصوصي کمپنۍ له لوري پیل شو. دمګړۍ د دغې پروژې د لومړۍ برخې کار د اوو کیلومتره په اوږدوالي سره له ټانک لوګر تر چهل دختران سیمې پورې روان دی.

دغه لویه لاره له څو مسیرونو سره د ۶۰ متره په سوروالي او د ۳ اعشاریه ۲ کیلومتره په اوږدوالي کانال سره طرحه شوې ده.

د قراردادي شرکت مسوول ادریس احمد نوري په دې اړه وویل:«د لومړۍ برخې د اوه کیلومټرو له ډلې ۳،۵ کیلومټره یې استملاک شوې او ۳،۵ نور یې پاتې ده. که چېرې پاتې برخه ژر تر ژره استملاک نه شي، پروژه له زیاتو ننګونو سره مخ کېږي.»

د ټرانسپورټ وزارت وايي د دغې پروژې په طرحې کې له بدلونونو او په دې لاره کې د جایدادونو له استملاک وروسته له درېیو میاشتو راهیسې، د دغې لویې لارې کارونه چټک شوي دي.

د ټرانسپورټ وزارت د بنسټیزو چارو متخصص محمد حامد علمي زیاتوي:«د نوي تړون پر نبسټ تر نننه اته سرنه او د پخواني تړون پر بنسټ لس سلنه کار مخته تللی. لومړني تړون تخنیکي نیمګړتیاوې لرلې چې بدلونونه راوړل شوي دي.»

خو هغه کسان چې د دغې لویې لارې د جوړېدو له امله یې جایدادونه ویجاړ شوي وايي لا تر اوسه یې د خپلو جایدادونو د استملاک پیسې نه دي ترلاسه کړي.

د کابل ښار د قلعه چې اوسېدونکی عبدالواسع وايي:«له ستونزو سره مخ یوو، سړک بندېږي او د ساعتونو لپاره لار بنده وي. ژر تر ژره باید د دغې لویې لارې کار بشپړ شي.»

ټرانسپورټ وزارت همداراز زیاتوي د کابل- لوګر لویې لارې د لومړۍ برخې کار به تر راتلونکي یوه کاله بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ