Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په بازارونو کې د هکیو بیه پنځوس سلنه لوړه شوې

هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو په لړ کې د هېواد په ځینو ښارونو په ځانګړې کابل ښار کې د ګرځ بندیز له لګېدو سره، د کابل په بازارونو کې د چرګانو د هکیو بیه پنځوس سلنه لوړه شوې ده.

سوداګر وايي چې د ملي امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ د هکیو پر وارداتو بندیز د دې لامل شوی چې کورني فارم لرونکي ونه توانېږي چې د اړتیا وړ هکۍ بازار ته عرضه کړي. 

د کرنې او اوبو لګولو وزارت، د ملي امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ د تېر کال د کب په شپږمه نېټه، له ایران او پاکستان څخه د چرګانو او د چرګانو د هکیو واردات منع شول.

د شمېرو پر بنسټ، د یوې هکۍ بیه چې له دې مخکې پنځه افغانۍ وې، اوس لسو افغانیو ته لوړه شوې ده.

 سوداګر عبدالجبار توتاخیل وايي:«له دې مخکې، یوه هکۍ په پنځه افغانۍ وه او یو کارټن یې په ۶۵۰ افغانۍ وې، خو اوس د هغه د یوه کارټن بیه کابو ۱۶۰۰افغانیو ته رسېږي.»

د چرګانو د غوښې او هګیو د واردوونکو ټولنه، د هګیو د عرضې د کچې کموالی د چرګانو د هګیو د بیو د لوړوالي یو لامل بولي.

 د چرګانو د غوښې او هګیو د واردوونګو د ټولنې مرستیال سید احمد کوهدامني وايي:«اوس چې موږ له تولیدونکو د چرګانو هکۍ غواړو وايي چې صبر وکړئ... د دوی تولید د بازار تقاضا نه شي پوره کولای.»

بل خوا د چرګانو د فارم لرونکو ټولنه هم د هګیو د بیې لوړوالی د دغو فارمونو د اړتیا وړ خامو توکو له لوړوالي سره تړي.

د افغانستان د چرګانو د فارم لرونکو ټولنې غړی انصارالله بختانی وايي:«د بیو د لوړوالي دلیل د فارمونو د لومړنیو توکو د بیې لوړوالی دی - دا ستونزه نه یوازې په افغانستان کې بلکې په نورو هېوادونو کې هم موجود ده.»

د کرنې او اوبو لګونې وزارت وایي که چیري فارم لرونکي ونه شي کړای په بازارونو کې د هګیو بیه ثابته وساتي ؛ دا وزارت به د چرګو د هګیو د بیا واردېدو د بهیر په تړاو پرېکړه وکړي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه وویل:«د پنجشنبې، جمعې او نن شنبې هم په پرله پسې توګه له تولیدي ټولنې سره غونډې وشوې او ژمنه یې وکړه چې بیې به ثابتې ساتي. په هغه صورت کې چې بیې ثابتې ونه ساتل شي، د کرنې وزارت کولای شي نور غوراوي هم ولري.»

د کرنې او اوبو لګونې وزارت د ملي امنیت شورا د  پرېکړې له مخې د تېرکال د کب میاشتې په شپږویشتمه نېټه له پاکستان او ایران نه د چرګو د هګیو واردات بند اعلان کړل .

شریک یي کړئ