Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دکار او ټولنیزو چارو وزارت د ژمنو دندو له ډلې۵۰۰۰ هغه رامنځته کړي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمنه کړې وه چې ۷۴۵۰۰ دندې رامنځته کړي خو له ډلې یوازې د ۵۰۰۰ هغوی لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبدالکریم هاشمي چې نن (شنبې د وري په ۳ مه) کابل کې د افغان - کوریا په انسټېټیوټ کې وینا کوله، ومنله چې په خپلې موخه کې پاتې راغلي دي.

خو هغه زیاته کړه، چې اویا سلنه هغه کسان چې د دغه وزارت له تخنیکي او مسلکي مرکزونو فارغ شوي، د کار په بازارونو کې جذب شوي دي.

هغه څرګنده کړه:«په ۱۳۹۷ کال کې اټکل شوی و چې هېواد کې به ۷۴۵۰۰ دندې رامنځته کړل شي، له بده مرغه کابو ۵۰۰۰ دندیزې موکې رامنځته شوې خو د هغه تعیین شوی نورم او قاعده تطبیق شوې نه ده.»

د صنایعو د خاوندانو د ټولنې رییس سخي احمد پیمان وايي:«د یوه پانګه‎وال په توګه زما یوه اندېښنه، د مسلکي ځواکونو نشتون دی چې موږ واقعاً تل د دغې پانګې له کموالي سره مخ یوو.»

اخوا په افغانستان کې د سوېلي کوریا سفیر د هېواد کارګرانو ته د روزنې د لارې پر هوارېدو له ټينګار سره وایي چې دغه هېواد د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د کارګرانو لپاره د تخنیکي زده کړو د زمینې برابرولو په ګډون  کال کې اته مېلیونه ډالره لګوي.

افغانستان کې د سوېلي کوریا سفیر رې ژا هیونګ وویل:«تاسي یوازې نه یاست، کوریا او نړیواله ټولنه له تاسو سره ده، د افغانستان، بری، د کوریا او نړیوالې ټولنې بری دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کار نړیوال سازمان هم په هېواد کې د بې روزګارۍ او بې وزلۍ خبر ورکړی دی.

د دغه سازمان مسوولان له حکومته غواړي چې د کار د ځایونو رامنځته کولو او د کورنیو د اقتصاد ښه‎والي ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

شریک یي کړئ