Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کانونو وزارت د هرات غوریانو د مالګې کان هوکړه فسخه کړه

د کانونو وزارت په هرات ولایت کې د غوریانو مالګې کان هوکړه چې کابو دوه میاشتې مخکې یې یوه خصوصي شرکت سره کړې وه، بیا فسخ کړه.

د کانونو وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفی وايي چې د دغه تړون د لغو کېدو لامل د غوریانو د کان تر څنګ د نادره عناصرو د کانونو شتوالی بولي او وايي، حکومت مکلف دی چې په دې برخه کې قراردادي شرکت ته تاوان ورکړي.

دی زیاتوي:«دا یو کوچنی تړون وه چې په امتحاني ډول ورکړل شوی وه او په حقیقت کې موږ هڅه کوو چې د هېواد کانونه د اړتیا له مخې په سمه توګه ویستل شي.»

د دغه کان قراردادي شرکت چارواکي وايي، په دوه کلو کې له ډېرو ستونزو سره بریالی شو چې دا تړون ترلاسه کړي، او تر اوسه یې په دغه کان کې د لومړنۍ پانګونې په ګډون حکومت ته بانکي ضمانتونه هم برابر کړي دي.

 د ناصر امید شرکت مسوؤل، نصیر احمد طاهري زیاتوي:«دوه کاله اقتصادي شورا او د کانونو وزارت پر دې کان کار کړی وه، او اوس باید پوښتنه وشې چې په دې دوو کلونو کې نه شوه څرګنده کېدی چې په دې کان کې مالګه ده که کوم بل څه دي.»

د کانونو برخې حقوقي کارپوه، زمان هاشمي وايي:«دا ښکاره کوي چې حکومت د کانونو سم مدیریت ظرفیت نلري دا یو ډېر کوچنی قرار داد وه چې دوی په تېرو څو کلونو کې لاسلیک کړی، خو اوس وايي چې وبخښئ دا فسخ کوو.»

د هرات د غوریانو د مالګې کان له روانو اوبو نه د ټوټو په ډول تر لاسه کیږي، هغه تړون له مخې چې له خصوصي شرکت سره شوی وه، دغه شرکت مکلف وه تر څو په دې کان کې تر څلور سوه زرو  ډالرو پانګونه وکړي او په کال کې د دغه کان تر پنځه ویشت زره ټنه مالګه ترې ویستل کېږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم دغه کان د لسو کلونو لپاره یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوی وه.

 اوس داسې اندېښنې شته چې له خصوصي شرکت سره به د دغه کان له لغو کیدو ورسته به دهغه برخلیک څه وي.

د هرات د غوریانو د مالګې کان یوازینی هغه کان دی چې د ملي یوالي حکومت د کار له پیلیدو روسته یې د را اېستنې تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو

شریک یي کړئ