Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرنې وزارت کابل کې د پیازو ۱۲۱ سړې خونې ګټې اخیستې ته وسپارلي

د کابل په پنځو ولسوالیو کې د پیازو ۱۲۱ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې. د کرنې او اوبو لګلو وزیر وایي، ګټنې ته د دې سړو خونو سپارلو سره، د کابل په بېلابېلو ولسوالیو کې د پیازو د ضایع کېدو کچه به راټیټه شي.

د پیازو  له ۱۲۱ سړو خونو څخه چې د کابل په پنځو ولسوالیو کې جوړې شوې دي، ۱۱۶ یې وړې  سړې خونې دي چې هره یوه یې د ۱۵ ټنو پیازو د ساتنې ظرفیت لري او پنځه  نورې یې منځنۍ سړې خونې دي چې  په یوه وخت کې د ۱۶ ټنو پیازو د ساتلو وړتیا لري.

د کرنې او اوبو لګولو وزیر وايي چې د دې سړې خونې په جوړېدو سره د کابل په ولسوالیو کې د پیازو لپاره پر بازار موندنې سربېره به د هېواد له کروندو تر بازارونو پورې د پيازو ضایعات به تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېږي.

د کرنې او اوبو لګولو وزیر اسدالله ضمیر په دې اړه وویل:«د دغو سړو خونو جوړول زموږ د سږني کال د پرواګرامونو یوه برخه ده چې د کابل په ولسوالیو کې عملي شوي دي. موږ هڅه لرو چې د پیازو ځينې نورې سړې خونې هم په دغو ولسوالیو کې جوړې کړو.»

اخوا د چهار آسیاب ولسوالۍ یو شمېر کروندګر د دغو سړو خونو جوړېدل بسندوینه نه بولي او وایي چې د پیازو سړو خونو ته د دوی اړتیا زیاته ده. دوی وايي چې د کرنې وزارت باید پر ټاکلي وخت بر کروندګرو اصلاح شوي تخمونه ووېشي.

د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ د پراختیايي شورا غړي سخي احمد وویل:«ستونزې ډېرې دي، موږ اوبه نه‎لرو،اصلاح شوي تخمونه د هغه په وخت موږ ته نه رسېږي هیله ده چې دا ستونزې هم حل شي.»

د چهار اسیاب یو اوسېدونکی ګلاب خان هم وايي:«حکومت باید موږ ته سترې سړې خونې جوړې کړي چې د ټولو خلکو ستونزې حل شي.»

چهار آسیاب  د پیاوز د حاصلاتو د لرلو له اړخه د کابل یوه مخکښه ولسوالۍ ده او ویل کېږی چې په کال کې تر ۱۰۰ زره ټنو پورې د پیازو حاصلات لري.

 خو د بازار نشتوالي او له کروندو تر بازاره د پیازو ۴۰ سلنه ضایعات د دغو کروندګرو پر وړاندې اصلي ستونزې بلل کېږي.

شریک یي کړئ