Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرونا ناورین مدیریت لپاره دنړیوال بانک د ۴۰۰میلیونو ډالرو مرسته

نړیوال بانک ویلي دي چې افغانستان کې د کرونا ویروس د ناورین مدیریت په موخه به افغانستان سره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو مرسته وکړي.

د یاد بانک خبرپاڼه کې راغلي دي چې مدیره پلاوي دغه مرسته نن جمعه(د غويي په ۱۹مه نېټه) تصویب کړې ده.

خبرپاڼې همدازار زیاته کړې ده:« دغه مرستې په افغانستان کې د "د مشوقو پالیسۍ د پراختيا پروګرام" په چوکاټ کې لګول کېږي. د دغه مالي مرستو ۱۶۰ میلیون امريکايي ډالره د نړيوالې پراختيايي ادارې مرسته ده، چې د نړۍ تر ټولو بې وزله هیوادونو له پاره د نړیوال بانک ګروپ مالي ملاتړ برابروونکي څانګه ده، او ۲۴۰ میلیون امريکايي ډالره يې د افغانستان د بیارغونې صندوق مرسته ده، چې د دغه صندوق مدیریت د ۳۴ ملاتړکوونکو هيوادونو او نړیوالو تمویل کوونکو په استازولۍ نړيوال بانک کوي.»

نړیوال بانک وايي چې افغانستان ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې له ډېرو نا مالوماو برخلیکونو سره مخامخ دی، او نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله رامځته شوي ناورین هم پر دغه هېواد بدې اغېزې کړې دي.

د یاد بانک خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پولو تړل کېدل، د ټرانسپورټي خدمتونو او د سوداګريزو توکو ټرانزیټ درېدل د عوایدو د کمېدو لامل شوی دی او همدارنګه د بشپړ قرنطین د مقرراتو وضع کول او د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه وقايوي کړنې د هيواد په اقتصادي وضعیت منفي اغېزې درلودی شي.

یاد بانک همداراز ویلي دي چې پر دې سربېره، د فقر او بې وزلۍ کچه په ژوره او پراخه توګه یو ګواښ بلل کېږي او همدارنګه سیاسي او امنيتي ابهامونه هم په هېواد کې دوام لري.

دا ه داسې حال کې ده چې هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره خلک له اقتصادي ناورین سره مخامخ دي. یوازې د کام ایر هوايي شرکت په اوونۍ کې د ۶میلیونو په زیان روان دی

شریک یي کړئ