د اسیا د پراختیایي بانګ مسوولین له طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي د مرکزي اسیا د سیمهيیزو همکاریو په سازمان یا کریک کې د افغانستان د غړیتوب له پیل راهیسې د دې سازمان څلورنیم مېلیارد ډالر مرسته په هغو پروژو کې لګول شوې چې افغانستان پهکې شامل دی.
دوی زیاتوي د دغو پيسو ډېره برخه د اسیا پراختیایي بانک ورکړې ده.
د لوېدیځې او مرکزي اسیا په چارو کې د اسیا پراختیايي بانګ د سیمهيیزو همکاریو د برخې مسوول سفر پرویز په دې اړه وویل:«د مرکزي آسیا د سیمه ایزو همکاریو سازمان چې یوولس غړي لري د سیمه ییز اقتصاد د ودې په موخه د څو اړخیزو فرصتونو د تنظیم لپاره جوړ شوی ترڅو هیوادونه په ګډه پر سیمه ییزو پروژو کار وکړي او په دې برخه کې افغانستان هم ډېره ګټه پورته کړې ده.»
د اسیا پراختیايي بانک مسوولین وايي هغه پروژې چې تراوسه د مرکزي اسیا د سیمهيیزو همکاریو پروګرام په چوکاټ کې عملي شوې په غړو هېوادونو او افغانستان کې د ترانسپورت، د وارداتي برېښنا د لېږد او سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې دي.
له بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په هېوادونو کې د بیخ بنسټونو لپاره د اسیا د پراختیايي بانک د مرستو لګول ګټور بولي.
افغانستان په ۲۰۰۵ز کال کې د مرکزي اسیا د سیمهيیزو همکاریو سازمان یا کریک غړیتوب ترلاسه کړ.
په اوسني وخت کې دغه سازمان د افغانستان په ګډون یوولس غړي لري.